یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د نړۍوالې محکمې قاضیانو صهیونیستي رژيم ته لارښوونه کړې چې د غزې سویل کې پر “رفح ښار” خپل بریدونه او ظلمونه ژر تر ژره ودروي.
رويټرز خبري آژانس ویلي، جنوبي افریقا، کاناډا، مصر، اردن او د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍوالې محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
بل لور ته د فلسطین حکومت ویلي، دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړۍوالې اجماع ښودونکې ده.
که څه هم نړۍواله محکمه د خپلې پرېکړې د اجرا لپاره هېڅ اجرایي وسیله نه لري، خو حماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې دغه حکم دې عملي کړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه دستور ۱۵ نړۍوالو قاضیانو په ۱۳ مثبتو او ۲ منفي رایو سره تصویب کړی او یوازې د اوګاندا او اسراییلو قاضیانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او منفي رایه یې ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د مۍ په ۲۲ مه ناروې، ایرلینډ او اسپانیې هېوادونو اعلان وکړ، چې فلسطین دولت په رسميت پیژني.