لیکوال: اېمل پښتون
احمد مسعود وایي: شرق او غرب زمونږ د مرستې لپاره نه راځي، باید پخپله د طالبانو پر وړاندې متحد شو. دا هغه اعتراف دی، چې بې اختیاره یې له خولې څخه وځي.
دوی په ۲۰۰۱ م کال کې د ناټو او امریڪا د الوتکو تر سیوري لاندې، پر ټانګونو سپاره راغلل او په ۲۰۲۱م ڪال کې یې بادارانو په طیارو ڪې پښې سپکې کړې او دوی ( غلامانو) یې طیارو پسې له شا څخه منډې وهلې، ټول له یو مخې غربي نړۍ ته په تېښته شول، اوس نو دری کاله دې ته په تمه وو، چې بیا به امریکایان یا روسان لاس راکړي او بېرته به مو راپورته کړي، خو داسې ښکاري چې خوبونه یې په اوبو لاهو شول.
که څه هم د دې خلکو اصلي څېرې ولس ته روښانه دي، خو بیا هم باید ځوان کهول په دې پوه کړل شي، چې دوی د اشغال کرایه شوي جنګیالي دي، چې په ډېره ارزانه بیه خپل وجدان پلوري.
دا ځل یې د پېر او پلور بازار له حده ډېر پیکه ښکاري.
له ښاغلي کوچني مسعود سره به څوک متحد شي؟ د تاجکستان د نرمو، ګرمو هوټلونو ښځینه پرسونل او که د نیویارک د پارکونو نانځکې؟ د پنجشیر متدین اولس په جاره نارې وهي، چې موږ د دمبوره چیانو، زانیانو، لوټمارانو، غلو او عیاشو کورنیو له شر څخه ایله خلاص او په امن شوو.
زه فکر کوم چې تاسې له ختیځ او لویدیځ څخه رټل شوي یاست. تاسې د افغانستان د تباهۍ لپاره ډېرې دروازې وټکولې، اسرايیلو ته مو په داسې حال کې لاس ور وړاندې کړ، چې لاسونه یې د امت د مظلومو ماشومانو او تورسرو په وینو سره وو، روس د پلار هم پېژانده، چې دا هغه غلام دی؛ چې په یوار څو بېلابېلو بادارانو ته لکۍ ښوروي، خو هېچا هم ترې ګټه ونه کړه، د پاکستان تر خرش پرش پورې مو سفرونه وکړل، آخر له ټولو مایوسه او ناهیلی خپلو خلکو ته د اتحاد نارې وهی، نور له دې منفورو څهرو څخه د شرق او غرب استفراق راځي.