د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ مسولین وایي، چې د دې ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ډول ډول نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو یې دوولس تنه نیولي دي.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د نشه توکو سره د مبارزې پولیسو لخوا په مرکز سربیره په نادر شاه کوټ، اسماعیلو، تڼیو او علیشېرو ولسوالیو کې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: ” نیول شویو کسانو سره ۴ کیلو ګرامه ډول ډول نشه یي توکي لکه چرس، هیروین، شیشه، شراب او همدا راز درې زره نشه واره تابلیتونه هم نیول شوي دي”.
نیول شوي کسان د زیاتو تحقیقاتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه تر بل هر وخته ګړندې شوې ده.
مسولین وایي، چې چاته اجازه نه ورکوي، چې د نشه یی توکو کار و بار وکړي او له دې لارې ټولنې او ځوانانو ته زیان ورسوي.