د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالی وزیر خیرالله خیرخوا وايي، د پکتیا په ټولو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې به سیلانیانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي په پکتیا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شگې پارک د یو هوټل د جوړولو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به گټې اخیستنې ته وسپارل شي.: «د پکتیا د بالاحصار د بیا رغونې چارې به ژر پيل شي، تر څو د نړېدو گواښ یې ختم شي، د اړتیا پر بنسټ به د امارت بودیجې ته په کتو د هغو برخو جوړېدو ته لومړیتوب ورکوو، چې اړتیا یې زیاته وي.»
ښاغلي خیرخوا، د تاریخي سیمو د بیارغونې او ساتنې ترڅنگ د رسنیو مسوولینو ته هم ډاډ ورکړی چې په اطلاعاتي او مالي برخو کې به د دوی پراخ ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالي وزیر پکتیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د احمدخېلو، میرزکې، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو تاریخي، فرهنگي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې او ژمنه یې کړې، چې په دغه ولایت کې به سیلانیانو ته گڼې اسانتیاوې برابرې شي.