د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې د افغانیو ارزښت ساتلو په پار غواړي چې سبا ته ۱۵ مېلیونه ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان بانک راتلونکې ورځ ۱۴۰۳/۰۴/۱۲مه نېټه د داوطلبۍ له لارې تر (۱۵) مېلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. :«د افغانستان بانک له سوداگریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې گډون وکړي. د داوطلبۍ گټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ گټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، د افغانستان بانک تېره اوونۍ هم ۱۵ مېلیونه ډالر لیلام کړي وو.
د افغانستان بانک نږدې هره اوونۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په پار ډالر لیلاموي، څو په بازار کې د ډالرو تقاضا ډېره نهشي او هم افغانۍ خپل ثبات وساتي.
اوسمهال افغانۍ د نړۍ په هغو پولي واحدونو کې ده، چې تر ډېره یې د ډالرو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی دی.