امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې د امریکا د فلوریډا ایالت په پالم بیچ سیمه کې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان مړه شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي، د «لیرجټ» شرکت اړوند دغه شخصي الوتکه پرون د ټکزاس ایالت له آسټین-برګسټروم نړیوال هوايي ډګر څخه د باهاما پر لور روانه وه، چې د فلوریډا په پالم بیچ سیمه کې لوېدلې او ټولې نهه سپرلۍ یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ټولنيزو رسنيو کې د دې الوتکې، د يوې ښځينه پيلوټې مکالمه هم نشر شوې، چې د غورځېدو پر مهال پکې د لارښوونې او مرستې غوښتنه کوي.


