د پوهنې وزارت وايي، د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو کې د رسمي او خصوصي ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ ازموينې د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سړو سیمو او ولايتونو د رسمي او خصوصي ښوونځيو له لومړي څخه تر دولسم ټولگي پورې، د څلور نيم مياشتنيو ازموينو پيل، شنبې ورځ (٤/١٦ /١٤٠٣ لمریز) نېټه پیل شي، چې د (۳۱/۴/۱۴۰۳لمریز) پای ته رسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو ولایتونو د ښوونځیو د اوړي رخصتي د ۱۴۰۳/۰۵/۰۱ نېټه پیلېږي، چې د ۱۴۰۳/۰۵/۱۰مې نېټې پورې به یې ښوونځي رخصت وي او د زمري میاشتې په ۱۱ مه نېټه بېرته د ښوونځیو درسونه پیلېږي.: «د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ښوونکو مسلکي روزنې د پراختیا ټیمونو ته دنده سپارل شوې، تر څو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه په دقیق ډول څارنه وکړي.»
په هېواد کې د تود او سوړ اقلیم له امله ښوونیز کال په بېلابېلو میاشتو کې پیلېږي. په سړو سیمو کې ښوونیز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او په تودو کې د وږي میاشتې په ۱۵مه نېټه نوی ښوونیز کال پیلېږي.