Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بشر حقوق د بشر پر وړاندې.
    لیکني

    د بشر حقوق د بشر پر وړاندې.

    عمران آغاعمران آغا9 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    ملګري ملتونه:
    د دوی ملګرتیا په یوه نقطه سره راټولېږي، هغه د ابراهیمي ملت پر وړاندې د سنګر نیول دي، دا د ملتونو په نامه داسې یو ګډ واحد کفري ملت رامنتځته شوی، چې یوازې د دوی په وحشي اشر ور ګډ خلک بشر بلل کېږي، هغه که په هر هېواد، سیمه، ژبه یا قوم پورې اړه ولري، دوی یې پالنه کوي او د بشر له حقوقو یې برخمن ګرځوي.

    خو برعکس که څوک په ابراهیمي ملت ورګډېږي، هغه که په هر هېواد، قوم، ژبه او سیمه کې وي، د دوی پګړه (اشر) به یې په ګډه مخالفت کوي، هغه که په یو بشپړ هېواد کې یوازې یو کس هم و اوسي، هغه ترهګر، باغي او ترورست یادوي او د بشریت له دایرې څخه یې باسي.

    مثلاً: اسرائیل د دوی د ګډ کفري ملت برخه دي، نو په کلکه یې دفاع کوي.
    څه موده وړاندې ایران په اسرایلو توغندیز برید وکړ، هلته په اسرائیلو کې د دوی ملت اوسېږي، نو د دغه نړۍوال کفري اشر د (ملګرو ملتونو) د داعیانو لخوا ټول برید په بشپړ ډول په هوا کې شنډ شو، هلته په اسرايیلو کې د دوی بشر (ملت) ته هېڅ زیان وانه وښت، د دوی د بشر له حقوقو په بشپړ ډول دفاع وشوه.

    مګر له بلې خوا ملګرو ملتونو ته اجنبي بشر (ابراهیمي ملت) چې په فلسطین کې د اسرائیلو (د ملګرو ملتونو پلار) لخوا دا 292 ورځې په اورونو کې سوځول کېږي، ښځې او ماشومان له یو مخې وژل کېږي، ودانۍ نړول کېږي، خلک د ژوند کولو له حق څخه محروم دي، د دې ټولو جنایتونو سره، سره دغه ناورین او ظلم جریان لري، مګر د امریکا له خوا سپورټ کېږي، شپږ نیم میلیارده ډالر مرسته ورکول کېږي، بېلابېل مزایل او بمونه د امریکا لخوا له اسرایلو سره مرسته وشوه، څو د غزې په مظلومانو وکارول شي؛ د امریکا لخوا دا امتیازات یوازې خپل بشر ته ورکول کېږي او بل بشر چې تر مرګ او وژنو لاندې حصار دی، د ملګرو ملتونو په دایره کې د راټولو هېوادونو لخوا تر بندېزونو لاندې نیول کېږي، ټول هغه حقوق چې دوی یې دعوه کوي.

    لکه: د انسان د ژوند له حق څخه دفاع، د خوراک او څښاک حق، غوره صحي خدمات، د استوګنې مناسب ځای، زده کړې او ورته نور داسې موارد، چې دوی یې دروغجنه دعوه کوي، له پورتنيو ټولو مواردو څخه د غزې مظلوم او بې دفاع بشر د ملل متحد او د هغه د متحدینو لخوا محروم کړل شو؛ حتی اوس هلته خلکو ته د ژوند کولو حق نه ورکول کېږي.
    او ملکري ملتونه دغه بشري ناورین ته د ناورین په سترګه نه ګوري، ځکه دغه ظلمونه د دوی په ملت نه، بلکې په ابراهیمي ملت ترسره کېږي.

    د بشر حقوقو مدافع هغه چاته ویل کېږي: چې په انفرادي شکل او یا له نورو سره په ګډه د بشر حقوقو د ښه والي او ملاتړ لپاره فعالیت ترسره کوي.

    د دوی (ملل متحد سازمان د بشر حقوقو عالي کمېشنرۍ) په وینا چې د بشر حقوقو مدافعین د بشر حقوقو مختلفې اندېښنې؛ لکه: پرته له محکمې اعدام، ځورونه، خپل سرې توقیف خانې، جبري اخراج او داسې نور تر پوښښ لاندې نیسي او په اړه يې اقدام کوي.

    همدارنګه د دوی په نظر د بشر حقوقو مدافعین د انسان د پراخو حقوقو؛ لکه: د ژوند حق، خوراک او څښاک، غوره صحي خدمات، د استوګنې مناسب ځای، زده کړې او د تګ راتګ له آزادي څخه ملاتړ او د بهبود لپاره يې کار کوي، خو دا ټول دروغ دي.

    په نړۍ کې تېرو څو لسیزو یا که ووایو له کله چې د دوی دا دروغجنه داعیه پيل شوې، له هغه وخت نه تر اوسه پورې ډېری داسې پېښې شوې، چې د بشر حقوقو د دفاع رایجه داعیه دروغ او فریب تثبیتوي.

    آیډیالوژي یا فکر په نړۍوال سیاست کې هغه وخت کامیابېږي، چې قوي معنوي مشروعیت او د انساني ټولنې مادي مشکلاتو لپاره حل ولري.

    له نړۍوالو جنګونو څخه ورورسته چې د بشري ناورین د حل لپاره دغه بل بشري ناورین (ملګري ملتونه) اېجاد شو، دا بل نړۍوال جنګ بللی شو، چې قربانیان یې یوازې د ابراهیمي ملت وګړي دي.

    امریکا په تېرو څو لسیزو کې ډېر فکري مکتبونه او نړۍوالې ټولنې جوړې کړې، اوس هم د حقوق بشر په نوم ډول، ډول توطېې جوړوي.

    نور دغه دروغجنه داعیه له نړۍوال ستېج څخه د راپرځېدو په حال کې ده، د اسلامي امت د اتحاد زرینه موقع ده، غرب هرڅه وبایلل، د غرب حیثیت نور له خاورو سره خاورې شو، نور نو د دې وخت رارسېدلی دی، چې دغه میدان ته نوی لوبغاړی را ودانګي او خلک د انسانیت په مفهوم وپوهوي.
    یوه ورځ به د بشر حقوق د خیر البشر په دین او منهج یو ځل بیا اعاده کېږي؛ بیا به نړۍ د بشریت پر مفهوم پوهېږي، بیا به نړۍ له انسانیته مالاماله شي. إن شاء الله

    مخکینۍ مقالهبشر حقوق که د نورو د څملولو له پاره د امریکا نرم ځواک.
    راتلونکي مقاله د روسیې په تازه بریدونو کې ۴۱ تنه اوکراینیان وژل شوې دي.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.