Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»إسلام د افغان مسلمان ملت لپاره سره کرښه ده
    لیکني

    إسلام د افغان مسلمان ملت لپاره سره کرښه ده

    صابر افغانصابر افغان10 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امربالمعروف و نهي عن المنکر پر وزارت د یوناما نیوکې هېڅکله د افغان مسلمان ملت لپاره د منلو وړ نه دي، ځکه په افغانستان کې په سلو کې سل سلنه وګړي ټول مسلمانان دي، او د اسلام پر احکامو خوښ دي، نوموړی وزارت هم خلکو ته د اسلام قوانین توصیه کوي.

    د یوناما په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې: د طالبانو حکومت د نهی عن المنکر وزارت د موسیقۍ غږول یا اورېدل، د قیلون څکول، د انسان او څارویو د انځورونو ننداره کول او د جادو په ګډون د نوروز، یلدا شپې او عاشقانو د ورځې لمانځل نااسلامي ګڼي او مخه یې نیسي.

    د یوناما څخه په دغه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د امر بالمعروف وزارت د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر په ۲۴مه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د یلدا د شپې لمانځل د اسلام نظره حرام او ګناه ده.

    د یوناما په دغه اعلامیه کې راغلي چې: همدارنګه د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د دغه وزارت مامورینو ته وویل شول چې خلکو ته د عاشقانو د ورځې د لمانځلو حراموالي په اړه عامه پوهاوی ور کړي.

    دوی ته دې وویل شي چې هو! کوم شیان چې تاسو دلته یاد کړي دا ټول په اسلام کې ناروا اعمال او کړنې دي؛ موږ مکلف یو چې د اسلام پر احکامو عمل وکړو، ځکه چې افغان ملت مسلمان ملت دی، او مسلمان ملت هېڅکله د اسلام پر احکامو ستاسو بې ځایه نیوکو ته غوږ نه نیسي او نه له تاسو دا غوښتنه کوي چې ګناه ته یې راوبلئ، اسلام د افغان مسلمان ملت لپاره سره کرښه ده، هېڅکله نه ترې تېريږي.

    همداراز یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي چې: د امربالمعروف وزارت موسیقي حرامه او په ټولنه کې یې د منکراتو د ترویج لامل ګڼي او وایي: د اسلام ريښې له منځه وړي.

    هو! اسلام وایي چې موسیقي اورېدل د انسان په زړه کې نفاق پیدا کوي، لکه ابن مسعود رضی الله عنه وايي: «العناء ينبت النفاق في قلب کماينبت الماء الزرع» (ابوداود بيهقي).ژباړه: موسيقي په زړه کې نفاق داسې تازه کوي لکه اوبه چې کښت تازه کوي.

    څه فکر کوئ؟ ایا افغان مسلمان ملت به ستاسو خبرو ته غوږ شي او که د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت خبرو ته؟ سره له دې چې تاسو یې نفاق ته رابلئ او یاد وزارت یې مسلمانۍ ته رابلي.

    یوناما ته دې وویل شي: کوم څه چې د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت مامورین توصیه کوي هغه د اسلام او مسلمانانو غوښتنه ده، ستاسو نیوکې بې ځایه دي او د افغان مسلمان ملت په حق کې د قبول وړ نه دي.

    دلته غوڅ اکثریت بلکې ټول مسلمان وګړي میشت دي، دوی دې افغان مسلمان ملت له غربي لیدلوري نه ارزوي، دوی دې د کفري هېوادونو طریقې او تګلارې دلته نه غواړي، دلته د اسلام او د اسلامي احکامو د نفاظ لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړل شوي، د شریعت تنفیذ د افغانانو غوښتنه او سره کرښه ده چې هېڅکله به ترې تېر نه شي.

    ‏په افغانستان د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجراء وړ دي، په دې اړه له چا سره هېڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کېږي.

    موږ افغان مسلمان وګړي د اسلامي امارت په بیاځلې راتګ سره خپلو ارمانونو ته ورسېدلو، موږ ته خپل حقوق راکړل شول، موږ د ژوند په خوند پوه شوو، موږ اوس ایله په دې پوه شوو چې په ازاده فضاء کې ژوند کول رښتیاهم یو لوی نعمت دی، الله دې دا نعمت (اسلامي امارت او په ازاده فضاء کې ژوند کول) له موږ څخه هېڅکله نه اخلي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان یو لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته سفر کوي
    راتلونکي مقاله د اقتصادي انحصار زنځیرونه په ماتېدو دي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.