Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي مرستیال: د افغانستان ـ ازبېکستان ترمنځ د سوداگریزو اړیکو د څار په موخه ځانگړې کمېټې ټاکل شوې.
    افغانستان

    اقتصادي مرستیال: د افغانستان ـ ازبېکستان ترمنځ د سوداگریزو اړیکو د څار په موخه ځانگړې کمېټې ټاکل شوې.

    عمران آغاعمران آغا10 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان ـ ازبېکستان ترمنځ د سوداگریزو اړیکو د څار په موخه ځانگړې کمېټې ټاکل شوې دي.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې ازبېکستان ته د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال د نهايي شوو موضوعاتو د تعقیب لپاره ځانگړې کمېټې وټاکل شوې. :«د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداگریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ پر متوازن بیلانس، د باروړونکو موټرونو د شمېر پر زیاتوالي، د حیرتان بندر پر ۲۴ ساعته کولو، د گډې سوداگریزې خونې د جوړېدو، په ترمذ کې د افغان – ازبېک گډ سوداگریز مرکز څخه پر گټه‌اخیستنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین اړوندو هوکړه‌لیکونو د نهایي کولو، د اوسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبېک پانگه‌والو د پانگونې، په افغانستان کې د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدو، د ترمذ- مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو کې د ازبېکستان د همکارۍ، د نایب آباد سټېشن پر پراختیا، د سورخان- پلخمري د برېښنا لېږد په برخه کې د ازبېکستان پر پانگونې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یاد موضوعات په جدي ډول تعقیب او په ټاکلو وختونو خپل راپورونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت مقام سره شریک کړي.»

    دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی ازبېکستان ته تللی و او هلته یې له ازبېک چارواکو سره په گڼو سوداگریزو اړیکو خبرې کړې وې.

    په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبېکستان اړیکې تودې شوې او ازبېک پانگه‌والو په گڼو برخو کې د پانگونې ژمنه کړې ده.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک په کابل کې ۸۸۹ مېلیونه زاړه بانکنوټونه سوځولي.
    راتلونکي مقاله یوناما ولې زموږ د اسلامي ارزښتونو له تطبیق وېره لري؟

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.