د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د اتمې ناحیې اړوند د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۱.۵، ۱۲.۵ او ۴۰ مترو په سور سره د رحمٰن مېنې د E برخې سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
کابل ښاروالۍ پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، له ستانکزي بلاکونو څخه تر کارته نو سړک پورې د دې سړک د جوړولو چارې چې پرو سږکال پیل شوې وې، تر دې مهاله ۹۵ سلنه مخته تللې دي او هڅه کېږي تر څو هر څه ژر بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د پروگرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د بېخبنسټو پروژو د څارنې امر انجنیر محمد حامد سادات وايي، د پروژو او پروگرامونو د تنظیم ریاست مسوولان د پروژې له کیفیت څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنه کوي او د سړک جوړونې دا لویه پروژه نښلوونکي کانالونه، لښتي، گلدانونه، پلې لارې، تمځایونه، د بایسکل چلولو لیکې او د یوه معیاري سړک نور جزییات په بر کې نیسي.
د یو بل خبر له مخې، تر استملاک وروسته د امېد ښارگوټي څخه د عرفاني سړک اړوند د قلعه غازي سړک ته د عمومي نوي سړک د جوړونې لومړني کارونه پیل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ وايي، په ۱۳مه ناحیه کې د یادو دوو سړکونو په جوړولو او د خنډونو په لرې کولو کې د سیمې خلکو همکاري وکړه، چې د یادو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل لوېدیځ لوري ته د تگ راتگ زمینه برابره شي او ښاریانو ته به گڼې اسانتیاوې برابرې شي.:«د امېد ښارگوټي څخه تر عرفاني عمومي سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې د اتلسو میاشتو په موده کې به جوړ شي. همدارنگه د قلعهغازي سره نښلوونکی سړک ۱۱۴۶متره اوږدوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري، چې په معیاري او بنسټیز ډول به جوړ شي.»
اوسمهال د کابل ښاروالۍ له لوري د رغونې او بیارغونې گڼې پروژې پلې شوې، چې نږدې هره اوونۍ د یوې بشپړې شوې پروژې پرانیسته کېږي.