Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په بحرانونو کې ډوب اټومي هېواد
    لیکني

    په بحرانونو کې ډوب اټومي هېواد

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    پاکستان په 1947 کال د اګست په 14مه له هندوستان څخه جلا شو؛ په 1971 م کال د کورني جنګ ختیځ پاکستان (بنګله دیش) یې له تنې غوڅ شو او د یو خپلواک هېواد په توګه یې تبارز وکړ.

    پاکستان له پیدایش څخه یو متنازع او جنجالي جغرافیه ده، سره له دې چې په نړۍواله کچه یې پوځ په اووم ممبر کې راځي او یوازنی اسلامي هېواد دی چې اټومي ځواک لري.

    نوموړی هېواد یو واحد ملت نه لري، مختلف قومونه لکه سندیان، پنجابیان، پښتانه او بلوچان پکې مېشت دي چې پنجابیان او سندیان په خټه هندیان دي، بلوچ بېلتونپال خو له پیله د پاکستان د نوم او نښان سره دښمني لري، پښتانه هم ځانونه افغانان بولي او د لر او بر د پېوستون داعیه یې د پاکستان له پیله پر مخ وړې.

    سیاسي او مذهبي ګوندونه یې هم کله کله د بحرانونو په زېږون کې لاس لري؛ د دې هېواد پوځ د زور او رعب له لارې غواړي وږي او نهر خلک لاپسې له غربته ووژني.

    د دې هېواد د پوځ ځانته پالیسي ده، د حکومت عمومي قوانین د دوی د زور تابع دي، په دې ملک کې هیڅ ملکي حکومت خپله قانوني دوره نه ده بشپړه کړې، هیڅ صدراعظم یې خپل قانوني مرحله نه ده طی کړې، ټول حکومتونه یې د پوځ د کودتاه ګانو په ترڅ ړنګ شوي او په ځای یې نظامي حکومتونو تسلط موندلی.

    د پوځ د پېچلي سیاست له امله هیڅوک په پوځي ادارو باور نه لري، د ذوالفقار علي بوټو له اعدام واخله د جنرال ضیا تر ترور او بینظیر بوټو تر ترور پورې په هیڅ قتل یې صرفه نه ده کړې.

    له نواز شریف تر زرداري او تر عمران خان د وخت هغه صدراعظمان دي چې د پوځ له لوري د زندانونو تورو تمبو شاته اچول شوي دي.

    د دوی وروستني صدراعظم عمران خان د پوځ په وړاندې قدعلم وکړ او پوځ د تاریخ په اوږدو کې یوازې له عمران خان وېره لري، ځکه عمران خان په خلکو کې په همدې محبوبیت لري چې د پوځ د رذالت او مظالمو په وړاندې ودرېده او نوموړي د استخباراتي ادارې پر تشکیلاتو کې د عزل او نصب جسارت وکړ، تل به یې په تقریرونو کې ددې هېواد پوځي قدرت ننګاوه او خپلو خلکو ته به یې ویل: له پوځي فرعونیانو وېره مه لرﺉ؛ ددې وېرې بوت مات کړﺉ چې پوځ ستاسې په زړونو کې هغه بتان درولي او دا بتان ستاسې په راپورته کېدو نړېږي.

    پوځ له اول نه د عمران خان له نفوذ او نفوس څخه وېره احساسوله، هغوی دا محاسبه کړې وه چې خان قومي او سیاسي ريښې لري او له عمران خان سره ټکر به پاکستان کورني جګړې ته ټېل وهي.

    د پاکستان تر پوستکي لاندې د عمران خان د پلویانو پټ انقلابي حرکت او نورو قامي او مذهبي غورځنګونو، د پاکستاني طالبانو خونړی مقاومت، د بلوڅ بېلتونپالو وسلواله مبارزه، د پي ټي ایم مدني نافرماني، د طاهرالقادری لبیک یارسوالله مذهبي ډله، خوابدي سوداګر، صنعتکاران او کاریګر چې دوی د ډېرو درنو مالیاتو، برښنا بېلونو او ګازو لګښتونو نه تر پوزې راغلي او ډېرو صعنتکارانو خپل د برښنا بېلونه وڅېرل او د اعتراض په ډول یې ازاد کشمیر، اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور او پېښور ښارونو کې واټونو ته را ووتل.

    عام خلکو د اعتراض په ډول وچې ډوډۍ غاړو کې اچولې وې له بېکارۍ یې داد او فریاد کاوه؛ یوه د نانوایي ډوډۍ چې افغانستان کې لس افغانۍ پلورل کېږي هلته په پنځوس کلدارو پلورل کېږي؛ همدا ډول د یو بوتل وړوکي اوبو نرخ پکې پنځوس کلدارې دی، په څلوریشت ساعتونو کې 16ساعته د برښنا پارچاوي لري، سږکال د ډېرې ګرمۍ له امله پنځه سوه کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ.

    د برښنا بیه پکې په ډرامتیک ډول شپږ اویا سلنه لوړه شوې، خلک یې د فقر د سونامي په تلاطم تر ويښتو ډوب دي؛ لرې نه ده چې د بحرانو طغیانو څپې دا هېواد په بل مخ واړوي.

    مخکینۍ مقالهپه روان کال کې ایران د ۲۰ افغانانو په گډون ۳۰۰ تنه اعدام کړي
    راتلونکي مقاله له امریکا به بیا کومه جبهه زيږي؟!

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    د پاکستان د طالبانو غورځنګ د رسنيزو ادرسونو د خپرو کړو شمېرو له مخې د…

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.