Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»اوبو روان کړی پاکستان اوس پۀ ځګ پسې لاسونه اچوي
    لیکني

    اوبو روان کړی پاکستان اوس پۀ ځګ پسې لاسونه اچوي

    عمران آغاعمران آغا22 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د افغانستان پۀ اړه د پاکستاني لورې دا څووم چارواکی دی، چې بې بنسټه څرګندونې کوي؛ د هغوی لۀ جملې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازي اصف دُراني تازه پۀ یوه مرکه کې د افغانستان پۀ اړه لۀ حقیقته لرې خبرې کړې دي.

    لۀ اصف دُراني خبریال پوښتنه کوي: افغانستان کې د پاکستان په وړاندې ښکاره کینه لیدل کېږي، تاسو پکې څه وایئ؟
    دُرانی: که دوی کینه کوي، نو ولې خوښوي چې دلته راشي، زه په دې باره کې لږ خو د تحریک طالبان پاکستان په تړاو ډېر اندېښمن یم، (که مونږ نن پولې خلاصې کړو، تقریباً ټول افغانستان به راشي،) دوی دا خوښوي چې دلته راشي.
    (منقول)

    پاکستان ته د افغانانو ورتلل هغه وخت د الهي فریضې پۀ بناء وو او هلته د افغانانو ډېره مېشت کېدنه د دې لامل شوه چې ډېری افغانانو پۀ پاکستان کې خپلوۍ وکړې، که د خپلوانو کره تلل راتلل پۀ دې تعبیروي چې ګوندې ټول افغانان پاکستان ته تلل غواړي، غلط شوی دی، دا ځکه چې هره ورځ د تورخم او سپین بولدک لۀ لارې لسګونه کورنۍ هېواد ته راستنیږي، عِلت دا دی چې افغانان لۀ کومې ستونزې هجرت کولو ته مجبور شوي وۀ هغه لۀ منځه تللې ده، ځکه بیرته خپل هېواد ته راستنېږي.

    اوس پوښتنه دا ده، چې پۀ بندو پولو بیا څنګه TTP پاکستان ته ور اوښتلی شي!؟ دا خبره ښکاره دلیل دی چې TTP پۀ پاکستان کې ده، نۀ پۀ افغانستان کې؛ دُرانی بیرته پۀ خپلو خبرو رد کوي.

    خبریال: آيا طالبانو په خپلو تېرو دریو کلونو کې څه ډیپلوماټيکې لاسته راوړنې لري؟
    دُرانی: مونږ افغانستان کې سولې راتلو ته هرکلی وایو، خو د دوی سوله زمونږ لپاره ستونزه شوه.

    دا څرګندونې نوموړی داسې مهال کوي، چې د افغان دفاع وزارت لۀ لورې څۀ موده وړاندې پۀ سرحداتو د سلو نویو پوستو او سړک جوړولو خبر ورکړل شو، چې چارې یې عملاً روانې دي؛ دُراني ته لۀ خپل هېواد او خاورې ساتنه ستونزه ښکاري.

    دُرانی د خپلو خبرو پۀ جریان کې خپلې مغالطې هېروي خبریال ترې پوښتنه کوي: د طالبانو پۀ تېره واکمنۍ کې ډېره سختي کوله، ایا اوس او پخوا یې څه توپيرونه شته؟

    دُرانی: (د امارت اوسنۍ واکمني تر پخوا ښه ده،) خو ستونزې لري، (خصوصاً د امنیت برخه کې).
    تر پخوانۍ واکمنۍ چې اوسنۍ واکمني ښه یادوي، تېر امارت د درې هېوادونو لۀ لورې پۀ رسمیت پېژندل شوی و، چې یو پکې د پاکستان هېواد و، نو نن ولې د پخوا څخه د ښۀ امارت پر خلاف بېځایه څرګندونې کېږي!؟
    لۀ دې ښکاري چې دا خبرې د دوی د چارواکو لۀ لورې د دې لپاره کېږي، چې خپل ولس ته پۀ سترګو کې خاورې وروشیندي.

    ورپسې د امنیت یادؤنه کوي پۀ داسې حال کې چې تېره جولای میاشت پۀ افغانستان کې هیڅ امنیتي پېښه نۀده ترسره شوې او پۀ پاکستان کې پۀ تېره جولای میاشت کې ۷۹ بریدونه شوي دي چې د ټولو بریدونو پۀ مخنیوي کې پاکستانی حکومت پاتې راغلی دی.

    د امنیت د نشتوالي خبره د چا پۀ حق کې صدق کوي!؟
    دوی ته پکار دا ده چې د نورو هېوادو پۀ چارو کې د لاسوهنې پر ځای پۀ خپل اداري سیستم کې ژور بدلون او داسې خلک چې د خپل هېواد د امنیت د ساتلو پر ځای د نورو هېوادونو امنیت ته خپګان کوي پۀ کور کېنوي.

    مخکینۍ مقالهشر او فساد جوړوونکي بغاوتګر!
    راتلونکي مقاله په بهر کې د افغانستان لپاره د نویو جبهو حقیقت

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.