د ازبکستان د استخباراتو رییس عبدالسلام عزیزوف وايي، اسلامي امارت د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د دغه هېواد استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې بريالي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
عزیزوف په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان په عمومي غونډه کې و ویل افغان شریکان باید د دغه کړکېچ پر وړاندې یوازې پاتې نه شي.
ازبېکستاني رسنیو د عبدالسلام عزیزوف له قوله لیکلي، له داعش سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري مهمه ده. ځکه د هغه په وینا، د مبارزې لوري کمزوري کول به د دغې ډلې د پیاوړتیا لامل شي، او د سیمې امنیت به لا زیات له ګواښ سره مخ کړي.