Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۱)
    دیني لیکني

    مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۱)

    صابر افغانصابر افغان26 سپتمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    قرآن کریم د مسلمانانو لپاره د ژوند کتاب او اساسي قانون دی، د مسلمان ځانګړتیا دا ده چې د هرې ستونزې لپاره لومړی د حل لار د الله جل جلاله په کتاب کې و لټوي؛ څوک چې ځان مسلمان ګڼي مګر د قرآن په حکمونو باور نه لري، د مسلمانۍ ادعا یې بې بنسټه، د جزاء او مأخذې وړ دی.

    د اسلامي امارت د نظام له راتګ سره د پخواني دولت ځینې هغه کسان چې د جګړو او ګډوډیو په تودولو کې یې ګټې وې، جیبونه او خزانې یې ترې ډکېدلې، اوس د غلا، لوټ او چور دروازه د هغوی په مخ تړل شوې ده.

    دغه ظالمان چې د پخوانيو مقامونو د ترلاسه کولو هڅه کوي، د مقاومت یا دویم مقاومت په نامه یې یوه جبهه جوړه کړې، دوی لومړی مقاومت په احمد شاه مسعود پورې تړلی چې په ٢٠٠١ز کال کې ووژل شو.

    په دې لیکنه کې د دې جبهې څرنګوالی د قرآن د څو آیتونو له مخې څېړو، تر څو زموږ مسلمانان د دې جبهې او د هغې له ملاتړو سره به مخ کېدلو کې په خپل اسلامي دریځ پوه شي.

    دا څرګنده ده چې د مقاومت جبهې اوسنی مشر احمد مسعود د غربي بادارانو په لاس کې دی او دغه ډله د کفارو له لوري مالي مرسته ترلاسه کوي؛ حتی لومړي مقاومت هم د غرب او کفارو له مالي مرستې، شاباسي او ستاینې سره مقاومت کاوه؛ په دې اړه شواهد ډېر دي چې د مثال په توګه او د لنډون لپاره دلته دوه راپورونه وړاندې کوو:

    ١. د شفقنا افغانستان خبري اژانس د راپور له مخې اسرائیلي ورځپاڼې ماریف د ١٤٠٣ هجري شمسي کال په تله میاشت کې راپور ورکړی دی چې د مقاومت/بغاوت له مشر سره یې مرکه کړې، په دې مرکه کې احمد مسعود ویلي چې له طالبانو سره په جګړه کې د اسرائیلو په ګډون د هر هیواد د مرستې هرکلی کوي.

    په دې راپور کې د احمد مسعود له قوله ویل شوي چې د مقاومت مشر له اسرائیلو سره د سیمه ییزې سولې په پلان کې همکارۍ ته تیار دی.

    اسرائیل اوس مهال د اسلام تر ټولو لوی او بې رحمه دښمن دی، او دغه جبهه حتی د دوی لمنې ته هم لاس غځوي؛ که څه هم احمد مسعود د اسرائیلي ورځپاڼې ماریف راپور رد کړی او دروغ یې بللی؛ خو دا یې د خلکو د ذهنونو د مغشوش کولو او تېر ایستلو لپاره یوه هڅه ده، که نه د یوه هېواد ورځ پاڼه د یو بل هېواد د یوې راګیر ډلګۍ په اړه دروغجن راپور خپرلو ته اړتیا نه لري.

    دا دویم مقاومت دی چې د لومړي مقاومت لار څاري؛ ځکه لومړی مقاومت هم د غرب او کفارو په ملاتړ مقاومت کاوه.

    ٢. د اسپکتیتر مجله د ٢٠٢٤ کال د مې میاشتې د ۱۸مې نیتې په شمېره کې لیکي چې امریکا په میاشتنۍ توګه ٤٠٠ زره پونډ احمد شاه مسعود ته د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو ته د روزنې لپاره لېږل.

    اسپکتیتر همدارنګه لیکي چې پر امریکا سربېره، نورو غربي هیوادونو لکه فرانسې هم له احمد شاه مسعود سره د مجاهدینو او سرو لښکرو د جګړې په وخت کې مرسته کوله.

    مګر دا چې ولې غربی هیوادونه او کافران له دې جبهې سره دومره لیوالتیا لري او مالي ملاتړ یې کوي، قرآن کریم په دې اړه ځواب ورکوي: الله تعالی د بقرې سورة به ۱۱۲ آیت کې وایي: «وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡۗ»، یعنې يهود او نصاری به هېڅکله له تا څخه راضي نه شي، تر څو چې د دوی د دین پیروي ونه کړې.

    هو! ځکه چې مقاومت جبهې د یهودو او نصاراوو هدف مخ ته وړي، هغوی هم هر اړخیزې مرستې ورسره کوي.

    الله تعالی د سورة ممتحنه په لومړي ایت کې وایي: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّکُمْ أَوْلِیَاءَ»، ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! زما او ستاسې دښمنان (کافران) دوستان مه نیسئ.

    او د ایت په پای کې وایي: «وَمَنْ یَفْعَلْهُ مِنْکُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِیلِ» او که څوک له تاسو څخه داسې وکړي، هغه له سمې لارې څخه ګمراه شوی دی.

    پورتنی آیت په صراحت سره د بغاوت د جبهې د بې لارې توب او ګمراهۍ فتوی ورکوي، ځکه چې دوی له کافرانو سره دوستي لري او د هغوی له ملاتړ سره ژوند کوي.

    الله تعالی د سورة بقرې په ۲۱۷ آیت کې د کافرانو په اړه وایي: «وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا»، هغوی به تل له تاسو سره جګړه کوي تر څو چې وس یې ورسېږي تاسو له خپل دین څخه واړوي.

    هو! د کفر نړۍ تل له اسلام سره په ټکر کې ده او هغه کسان چې له کفري نړۍ سره په څنګ کې دي او له هغوی سره نڅا کوي، د قاعدې له مخې (المرء مع من احب) د کافرانو له ډلې څخه دي او د هغوی موخې تعقیبوي.

    الله تعالی د سورة النساء په ۱۳۸ ایت کې هغو مسلمانانو ته چې د غربی هیوادونو لمن یې نیولې، وایي: «الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا».ژباړه: هغه کسان چې کافران د مومنانو پر ځای دوستان ګڼي، آیا ریښتیا غواړي چې د دې دوستۍ له لارې د ځان لپاره عزت او ابرو پیدا کړي؟ حال دا چې ټول عزتونه الله تعالی لره دي.

    اې هغو مقاومت کوونکو چې د اسلامي نظام به خلاف ولاړ یاست! د قرآن کریم هغه پیغام چې تاسې ورباندې باور لرئ، تاسې ته وړاندې شو؛ مخکې له دې چې ناوخته شي، راځئ د اسلامي نظام په غېږه کې، د هېواد د آبادۍ لپاره لاس په کار شئ.

    ادامه لري…

    مخکینۍ مقالهګارې شرون او احمد شاه مسعود!
    راتلونکي مقاله د ملګرو ملتونو په بې کفایتۍ او وابستګۍ د یو مسلمان جسارت!

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.