په دې وروستیو کې غربي هېوادونو ته ځيني تښتېدلي افغانانو او د ښځو حقوقو په نوم د ځینو جاسوسي سازمانونو له لوري پر ا.ا د بشر حقونو په نقض او د جنسي اپارتاید په اړه بېلابېل تورونه لګول شوي دي؛ دا تورونه په ښکاره ډول له سیاسي او رواني جګړې څخه زېږېدلي دي؛ چې موخه یې یوازې د افغانستان او ا.ا بدنامي ده.
نړیوال جاسوسي سازمانونه او د دوی افغان غلامان په ګډه هڅې کوي؛ تر څو ا.ا.ا په نړيواله کچه بدنام کړي او د جنسي اپارتاید په تورنولو سره یې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي؛ دوی د ښځو د حقونو په نوم تبلیغات خپروي او هڅه کوي چې ا.ا داسې وښيي لکه چې په قصدي توګه ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومه کوي؛ دغه پروپاګند د استخباراتي پلانونو برخه ده چې موخه یې د ا.ا.ا کمزوری کول او د هېواد دننه او بهر د عامه ذهنونو مغشوشول دي.
له ډېر پخوا راهیسې، د غربي هېوادونو حکومتونه او رسنۍ په منظمه توګه د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانستان د اسلامي حکومت پر وړاندې د ښځو حقونو د نقض تورونه لګوي؛ دوی دا ادعا کوي چې په افغانستان کې ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او په ټولنه کې د هغوی ګډون محدود شوی دی؛ دا ډول تبلیغات په ځانګړي ډول وروسته له هغه زیات شول چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.
دا تورونه په حقیقت کې د لوېدیځو هېوادونو هغه هڅه ده چې د اسلامي شریعت او د اسلامي ټولنې په اړه منفي نظرونه رامنځته کړي؛ د دوی له نظره، هغه ټولنیز او قانوني چوکاټونه چې په اسلام کې ښځو ته ځانګړې شوې دي، د ښځو حقونو نقض دی.د بېلګې په توګه: دوی اسلامي حجاب د ښځو د ازادۍ پر ضد ګڼي؛ په داسې حال کې چې په اسلام کې حجاب د ښځې عفت او وقار خوندیتوب ګڼل کېږي.
د “جنسي اپارتاید” اصطلاح په دې وروستیو کې د غربي رسنیو لخوا د افغانستان اسلامي امارت پر ضد وکارول شوه؛ دوی دا ادعا کوي چې اسلامي امارت ښځې له مهمو ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو څخه بې برخې کوي او د ښځو پر وړاندې یو ډول توپیري چلند کوي؛ په حقیقت کې دا ادعاوې هېڅ بنسټ نه لري او د حقایقو څخه لرې دي.
ا.ا تل په خپلو بیانیو او کردار کې دا څرګنده کړې ده چې د ښځو حقونه په ټولنه کې خوندي دي؛ ښځې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه لري او په دولتي ادارو کې له ۸۵ زرو څخه زیاتې ښځې په رسمي توګه کار کوي؛ په کابل، هرات، بلخ او نورو لویو ښارونو کې ځانګړي بازارونه جوړ شوي دي چې یوازې ښځې په کې کار کوي او پیرودونکي یې هم ښځې دي؛ دا د دې څرګندونه کوي چې ښځو ته د کار او سوداګرۍ زمینه برابره شوې ده او هېڅ داسې محدودیت نشته چې دوی په ټولنه کې خپل حقوق تر لاسه نه کړي.
همدارنګه، په امنیتي او نظامي ادارو کې ښځې په خوندي او مناسب چاپیریال کې خپلې دندې پر مخ وړي؛ د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې ښځینه پولیسې دندې ترسره کوي او دا څرګندوي چې په اسلامي امارت کې ښځې د امنیت او قانون په برخه کې فعاله ونډه لري او په دې برخه کې هېڅ تبعیضي چلند نه تر سترګو کېږي، بلکې ښځې په هغو برخو کې چې اړتیا وي په خوندي او مناسب چاپیریال کې فعالیت کوي.
په داسې حال کې چې غربي هېوادونه د ښځو حقوقو د ملاتړ ادعاوې کوي، د ښځو حالت په خپله په غرب کې تر ټولو ناوړه دی؛ په غربي هېوادونو کې ښځې له شدیدو جنسي تېريو، اقتصادي استثمار او کورني تاوتریخوالي سره مخ دي.
د بېلګې په توګه:
په امریکا کې د یوې سروې له مخې له ۶۰ سلنې څخه زیاتې ښځې چې په پوځ کې خدمت کوي، د جنسي تېري او ځورونې قربانیانې دي؛ همدارنګه په غربي ټولنو کې ښځه ډېری وخت د اقتصادي استثمار او مزدورۍ یوه وسیله ګڼل کېږي چې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کېږي.
په دې ډول چاپیریال کې غربي هېوادونه او جاسوسي سازمانونه يې هڅه کوي چې د ښځو حقونو په نوم نور هېوادونه د خپلو سیاسي موخو لپاره تورن کړي، په داسې حال کې چې خپله په غربي ټولنو کې د ښځو حالت خورا خراب دی؛ دوی دا هېر کړي دي چې په اسلام کې ښځه د مور، لور، خور او میرمنې په توګه لوړ مقام لري او اسلام د ښځو حقونه او کرامت په خورا ښکلې توګه تعریف کړي دي.
په دې تبلیغاتو کې د ملاله یوسفزۍ او د افغان ښځو نومونه ډېر یادېږي، چې په غرب کې ژوند کوي او د ا.ا پر ضد څرګندونې کوي؛ دا ښځې ادعا کوي چې د افغانستان ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي او په دې توګه دوی هڅه کوي چې نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي؛ په حقیقت کې دا ډول شخصیتونه د غربي رسنیو له لارې کارول کېږي او د دوی خبرې هېڅ بنسټیز حقیقت نه لري.
د دغو ښځو په اړه افغان مېرمنې چې په هېواد کې ژوند کوي؛ څرګنده کړې ده چې ملاله یوسفزۍ، اریانا سعید، شکریه بارکزۍ او نورې په هېواد کې د ښځو استازیتوب نه شي کولی؛ دا ښځې پخوا هم په هېواد کې له ښځو څخه د خپلې ګټې لپاره کار اخیستی وو او اوس په لویدیځ کې د ښځو په نوم د سوداګرۍ هڅې کوي.
ا.ا په څرګند ډول د ښځو د حقونو په خوندي کولو ټینګار کوي؛ په دې وروستیو کلونو کې په کابل، هرات، بامیان او نورو ولایتونو کې د ښځو لپاره ځانګړي بازارونه جوړ شوي دي چې په کې یوازې ښځې کار کوي او ښځې له دې لارې خپل اقتصادي ژوند پرمخ وړي؛ دا د ښځو لپاره د کار د فرصتونو زیاتوالی څرګندوي.
همدارنګه، په حکومتي ادارو کې ښځې په بېلابېلو دندو بوختې دي؛ چې د ښوونې، روغتیا، امنیت او نورو برخو کې فعاله دي؛ دا ټولنې ته د ښځو د فعالې ونډې ښکارندویي کوي او دا څرګندوي چې په هېڅ برخه کې د ښځو پر وړاندې کوم تبعیضي چلند نه ترسره کېږي.
په اسلام کې ښځو ته ورکړل شوي حقوق د انساني کرامت او عدالت یوه بېساري نمونه ده؛ اسلام ښځو ته د تعلیم، ملکیت، او کسب حق ورکړی، هغوی ته یې د ټولنیز او کورني ژوند مساوي ارزښت قایل شوی، او په واده، طلاق، او میراث کې یې ښځو ته ځانګړي حقوق ټاکلي دي.
اسلام د ښځې عزت او امنیت خوندي کړی او هغه یې د کور او ټولنې یوه مهمه برخه ګڼلې؛ په اسلامي شریعت کې ښځه د مور، لور او مېرمن په توګه لوړه رتبه لري او د هغې د ژوند او شخصیت ساتنه د ټولنې دنده ده؛ دغه حقوق، چې اسلام نږدې ۱۴ سوه کاله وړاندې ورکړي؛ لا هم نړۍ کې د عدالت او انسانیت تر ټولو غوره معیارونه بلل کېږي.
پایله:
په ټوله کې، هغه تورونه چې غربي هېوادونه او ځینې سیکولر افغانان د ا.ا.ا پر ضد لګوي، هېڅ حقیقت نه لري او یوازې د سیاسي او رواني جګړې یوه برخه ده؛ د ښځو حقونه په افغانستان کې خوندي دي او ښځې په بېلابېلو برخو کې دندې او کارونه ترسره کوي؛ لویدیځ هېوادونه باید په خپلو ټولنو کې د ښځو د خراب حالت په اړه فکر وکړي، پر ځای د دې چې پر نورو هېوادونو بې بنسټه تورونه ولګوي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.