خوست امنيه قومانداني خبر ورکوي چې د خوست ولايت د دويمې امنيتي حوزې مسؤلينو د يادې حوزې د استخباراتو په مرسته هغه درې تنه مسلکي غله نيولي چې د خوست په ګډون يې په بيلابيلو ولايتونو کې له ښاريانو څخه موټرسايکلونه او په لسګونو ځيرک موبايلونه غلا کړي وو.
د امنيه قوماندانۍ خبرپاڼه همدا راز زياتوي چې په دغو برياليو عملياتو کې یې ياد غله له دوو غلا شويو موټرسايکلونو سره يو ځای نيولي دي.
د دويمې امنيتي حوزې امر مولوي عقل جان عثماني رسنيو ته ويلي چې د دې سربېره یې، د روان کال په اوږدو کې ۱۴۰ تنه نور د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي او اړوندو ادارو ته يې سپارلي دي.
دغه اقدامات په داسې حال کې کيږي چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې په لاره کې د امنيتي ځواکونو فعاليتونو مثبتې پايلې لري او د خوست په ګډون په يو شمېر ولايتونو د غلو ډلې نيول شوي او ښاريان ترې په امن شوي دي.