هغه طرحه چې د قزاقستان حکومت د دغه هیواد د انرژۍ د لومړنۍ اټومي فابریکې جوړولو په هکله ټولپوښتنې ته وړاندي کړې وه، د رایه ورکوونکو له خوا تائيد شوه.
روسیه، چین، فرانسه او جنوبي کوریا هڅه کوي چې د دغې فابریکې د جوړولو کار پرغاړه واخلي.
پر دغې بټۍ ښایي تر لسو ملیاردو ډالرو لګښت راشي.