لیکوال: میرویس عزیز
د اسلامي امارت اړیکې د سیمي او نړۍ له بېلابېلو هیوادونو سره مخ په پراخېدو دي، دا اړیکې د هیواد په ثبات او د امنیت په ټیګښت رغنده تاثیر پرېباستلی.
له اوسنیو حالاتو داسې څرګندېږي چې، اسلامي امارت په تېرو دریو کلنو کې په دې توانېدلی دی چې، د ثبات د ټینګښت او د ملي ګټو د خوندي کولو په موخه، د ګاونډ، سیمې او نړۍ له هیوادونو سره اړیکې پراخې کړي دي.
له هیوادونو سره د سوداګرۍ راکړه ورکړه، د ډيپلوماتیکو اړیکو پراختیا، هغه څه دي چې، د تېر جمهوري نظام په لنډغرو د فعالیت کړۍ راتنګوي، ورو، ورو به شریر بغاوتګر په خپله منزوي کېږي.
هغه ناستې او غونډې چې د تېر جمهوري نظام سیاسیون، وخت ناوخته ترسره کوي، زما په اند دا بې نتیجې دي، هسې خپله ټیم پاسي پرې کوي، د شهرت په پار ځانونه په رسنیو او سوشل میډیا کې مطرح کول غواړي، نور یې هیڅ هم په وس نه دي پوره.
د تېر پرځېدلي جمهوري نظام لوړپوړي او ټيټ پوړي، نظامیان، سیاسیون او تش په نامه د جبهو لنډغر، ملت پېژندلي او په بار، بار افغان ولسونو ازمویلي دي.
د لنډغرو موخې، ورور وژنه ده او له دې لارې ځان هدف ته رسول دي، اسلامي امارت هم دوی ته په خطاب کې ویلي و، کومې ناستې چې د دوی په ترکیه، تاجکستان او اطریش کې ترسره شوې، هغه ټولې بې معنی او بې فایدې وې.
د لنډغرو هغه لنډغر توب، چې د دوی له لوري د سنبلې ۱۸مه د شهید اونۍ په نامه نومول شوې وه، ددې ورځې په رارسېدو به د کابل ښار، کوڅو او واټونو کې په ډېرې زبردستۍ سره هوایي ډزې کولې، چې له امله به یې زمونږ ځینو هیوادوالو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، ځیني به ټپیان هم شول.
که چیرې د تېر جمهوري نظام سیاسیون، تش په نوم د جبهو غړي او لنډغر خپلو ترسره کړو فعالیتونو ته زیر شي او یو عمیق فکر پرې وکړي، زما په اند بیا به د اسلامي او شرعي نظام په خلاف غږ پورته نه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.