په ټوله نړۍ کې تقریباً هر هیواد یو استخباراتي ارګان لري چې د خپلو ګټو او ملي امنیت په ساتنه کې مرسته کوي؛ دغه ادارې هڅه کوي چې استخباراتي معلومات را ټول کړي تر څو د خپل هیواد امنیت، داخلي او خارجي ګټو لپاره فعالیتونه پرې ترسره کړي.
په نړیوالو استخباراتي ادارو کې ځینې په دې خاطر شهرت ته رسېدلي چې هغوی له خپلو هېوادونو ور هاخوا په نړیوالو مسایلو کې هم لاس وهنه کوي او د خپلو ګټو د تامین په خاطر نور هیوادونه هم تر استخباراتي پوښښ لاندې نیسي.
استخباراتي فعالیتونو په معاصر وخت کې مختلفې او پرمختللې بڼې غوره کړي؛ خلک په ډېر عصري بڼه جاسوسي ترسره کوي.
آی ایس آی هم یو له هغه استخباراتي ادارو څخه ده چې په دې وروستیو کې ډېره مشهوره شوې ده؛ آی ایس آی په 1948 م کال کې د پاکستان له خپلواکۍ وروسته جوړه شوه؛ په هغه وخت کې چې د هند لویه نیمه وچه تازه سره تقسیم شوې وه ددې اړتیا لیدل کېده چې پاکستان هم باید یو ځانګړی استخباراتي ځواک ولري.
آی ایس آی اداره چې په لومړیو کې د پاکستان د امنیت او نورو ګټو د تامین په پار رامنځته شوې وه ډېر ژر په یوه شر جوړونکې او شیطانه ډله بدله شوه؛ دې ډلې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره مالي ملاتړ ته جدي اړتیا درلوده چې تازه جوړ شوی پاکستان یې تر ووده نه شوای وتلای، هماغه وو چې د نړۍ د نورو استخباراتي ادارو لپاره یې د یوې کاروباري ادارې په توګه کار پیل کړ.
آی ایس آی په لومړي ځل په خپل کاروبار کې هغه وخت ښه ګټه وکړه چې د شوروي اتحاد په وړاندې د جنګېدونکو مجاهدینو لپاره یې د سې آی اې(CIA) مرستې را جلب کړې او ښه غوښنه ونډه یې په کې تر لاسه کړه.
کله چې شوروي اتحاد ماتې وخوړه آی ایس آی ته د شرارت او فساد بله موقع په لاس ورغله؛ دوی نه غوښتل چې یو سولییز افغانستان يې په ګاونډ کې وي، نو ځکه یې د مجاهدینو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو اور ته پوکی ورکاوه او په آنګار به یې خپل ځان ګرماوه.
آی ایس آی د خپل اجورتي جوپړ په لړ کې نادره وکړه؛ د پردیو استخباراتي ادارو لپاره یې په افغان مجاهدینو کې د اجنټانو برابرولو پروژه پیل کړه؛ د فرانسې لپاره یې د پنجشېر درې قوماندان احمدشاه مقرر کړ، د آمریکا لپاره یې د کرزي کورنۍ او ځیني بدکاران نماینده ګان کړل او همدارنګه د ایران، روسیې، چین، موساد او انګلستان لپاره یې هم بېلابېل مخور کسان پیدا کړل چې د هغوی د ګټو لپاره یې کار کاوه.
څه وخت مخکې د افغانستان GDI ادارې منسوبینو د آی ایس آی یو جاسوس(عظیم الله فاروقي چې په راسخ مشهور وو) نیولی وو؛ چې په سیمه او نړۍ خصوصاً افغانستان کې یې د آی ایس آی له شر او فساد جوړولو څخه پرده پوره کړه.
نوموړي جاسوس په خپل اقرار کې ویلي وو چې څه وخت وړاندې مې د هاشمي په نوم د آی ایس آی د یوه بل مخکښ جاسوس او ځینو نورو افغانانو په شتون کې د پاکستان له څو کرنېلانو سره په پېښور کې ملاقات کړی، په دې ملاقات کې د پېښور د امنیت مسؤول کرنېل شاهد او د آی ایس آی غړی لیاقت علي باچا هم شتون درلود.
هاشمي نومي کس دوی ته یوه طرح او د پخوانیو افغان قومندانانو او اوسنیو باغیانو(د شر او فساد د مشرانو) لېست ورکړ او له آی ایس آی څخه یې په اسلام آباد کې د یوه دفتر او په چترال کې د یوه قرارګاه غوښتنه وکړه.
نوموړی جاسوس په خپل اقرار کې زیاته کړې وه چې د آی ایس آی کسانو یې به ځواب کې وویل چې موږ اوس ستاسو ښکاره ملاتړ نشو کولای، ځکه د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ښې دي، که تاسو په مرکزي ولایتونو کې ناامني رامنځ ته او نړۍوال پام درواړوئ، موږ مو ملاتړ کوو؛ وروسته کرنېلانو دا طرح ورسره واخیسته او ویل یې موږ یې له خپلو مشرانو سره شریکوو.
همداراز نوموړی په خپلو خبرو کې وایي چې ماته پاکستاني کرنېلانو وویل چې تاسو کوښښ وکړئ چې په ټول افغانستان کې امنیت خراب کړئ خصوصاً په واخان کې امنیت خراب کړئ.
د دې جاسوس سره اته مخیزه طرحه نیول شوې چې ډېر په هغې کې په واضح ډول سره دا لیکل شوي دي چې څنګه کولای شو چې په پاکستان کې مېشت داعشي خوارج د افغانستان خاورې ته داخل کړو!؟له دې ټولو دا معلومه شوه چې د پاکستان جاسوسه اداره (آی ایس آی) په سیمه خصوصاً افغانستان کې شر او فساد جوړوي؛ دوی ډبرې غورځوي خو لاسونه تر شاه نیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.