Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستان سره د پاکستاني ریاست بربنډه دښمني!
    لیکني

    له افغانستان سره د پاکستاني ریاست بربنډه دښمني!

    صابر افغانصابر افغان11 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شمالې ټلوالې پاتې‌شوني او د مقاومت په نوم یوه پردۍ او روزل شوې ډله، چې تل يې په هېواد کې د اختلافاتو، ناامنۍ او هېواد پلورنې لپاره د پردیو د ګټو لپاره کار کړی دی چې نه افغان مني او نه هم افغانستان؛ د قدرت ترلاسه کولو لپاره هرې استخباراتي ډلې ته لاس ورکوي.

    دا هغه کسان دي چې ځانونه یې د خپل دین او هېواد خلاف په ناسمه لاره کې اچولي، اوس په هرې خوا منډې وهي، ترڅو داسې بادار پیدا کړي، چې د غلامۍ ځنځیرونه ور په غاړه کړي؛ دا ځل يې آی ایس آی ته خپله غاړه خم کړې ده.

    د دې ډلې اړوند د عظیم الله فاروقي په نوم د یو جاسوس نیول کېدل او د شر او فساد اړیکې له آی ایس آی سره افشا کول، یوه حساسه پېښه ده؛ په ټولیز ډول، دا پېښه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د حساسیت څرګندونه کوي او ښيي چې پاکستان په سیمه کې د ناامنۍ لپاره د یو ډول پټ رقابت په حال کې دی.

    ياده ډله مجبوره ده چې د خپل بنسټګر(احمدشاه مسعود) په نقش قدم باندې پلونه کېږدي؛ د شر او فساد شریره ډله افغانان نوره ښه پېژني، له نامه څخه یې د هر افغان مسلمان خوا راګرځي؛ خو سوال دا دی چې پاکستان ولې د دا ډول خلکو روزنې او نمو ته کار ویلی دی؟زه به یو څو هغه لاملونه ذکر کړم چې پاکستان دې او دېته ورته کړنو کې ولې وخت نا وخت ملوث ګرځي؟د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې د تاریخي، جغرافیایي او سیاسي عواملو له کبله ډېرې پېچلې دي؛ پاکستان د افغانستان په چارو کې د یو شمېر لاملونو له مخې لاس وهنه کوي:

    ١. امنیتي اندیښنې:

    پاکستان اندېښنه لري چې که افغانستان باثباته او ځواکمن شي، نو دا به د پاکستان پر امنیت باندې اغېزه وکړي؛ پاکستان د افغانستان په دننه کې د خپلو دوستانو خو په داخل کې د نظام د مخالفینو او د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې د دوی د اهدافو د تحقق په لاره کار کوي.

    ٢. امنیتي اندیښنې او نیابتي ځواکونه:

    پاکستان د ځینو ډلو ملاتړ د دې لپاره کوي، چې د دوی د امنیتي ادارو لپاره په افغانستان کې یو ډول نفوذ ولري؛ ځینې ډلې د پاکستان په ګټه کار کوي او د دې لپاره د پاکستان له خوا ملاتړ کېږي، ترڅو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ډلو پر ضد د افغانستان له خاورې څخه کار واخیستل شي.

    ٣. د قومي تړاو مسئله:

    پاکستاني پښتانه او افغان پښتانه ژبني او کلتوري اړیکې لري، او ځینې پاکستاني پښتانه د “پښتونستان” د نظریې ملاتړ کوي، چې له پاکستان سره د افغان پښتنو اتحاد غواړي؛ پاکستان د دې څخه د ځان لپاره خطر احساسوي او له همدې کبله هڅه کوي چې په افغانستان کې کړکېچ ته لاره هواره کړي.

    ٤. اقتصادي ګټې:

    له افغانستان سره د پاکستان اقتصادي اړیکې هم یو مهم لامل دی، او په ځلونو، ځلونو پاکستان د افغاني صادراتو پر وړاندې له غیر اسلامي چلند څخه کار اخیستی دی؛ پاکستان د افغانستان د سوداګریزو لارو د کنټرول هڅه کوي، او غواړي چې افغانستان د دوی پر سوداګریزو لارو تکیه ولري او افغانستان یو اړ هېواد وي.

    ٥. د نفوذ ساتل:

    پاکستان غواړي چې افغانستان په سیمه کې د دوی د سیاسي او اقتصادي نفوذ یوه برخه پاتې شي، او له همدې کبله هڅه کوي چې هلته خپل اغېز ولري او د هغو ډلو ملاتړ وکړي، چې د دوی د اهدافو په لور کار کوي، چې دا نفوذ د شر او فساد د بنسټګر په وخت کې خورا زیات ژور وو.

    په ټوله کې، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې یو باثباته خو په خپل کنټرول کې نظام ولري، چې د دوی امنیتي او اقتصادي ګټې خوندي کړي؛ خو دا ځل له یو داسې مسلمان نظام سره مخ شوی دی چې هيڅکله به یې شوم پلانونه عملي کېدلو ته پرېنږدي او ناولي ارمانونه به یې له خاورو سره خاورې کړي.

    ان شاءالله

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهآی ایس آی په نړۍ کې د شر او فساد جوړونکې اداره!
    راتلونکي مقاله امريکا کې د داعش په تور نيول شوی افغان د امريکا د استخباراتي ادارې غړی پاتې شوی

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 مې 2026

    ملا عبدالغني برادر بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر تېره ورځ (سه‌شنبه) په بلخ ولایت کې د…

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    19 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا عبدالغني برادر بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده

    20 مې 2026

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    19 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.