Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله اوس او راتلونکي ته هيڅ پلان نه لري!
    لیکني

    د شر او فساد ډله اوس او راتلونکي ته هيڅ پلان نه لري!

    صابر افغانصابر افغان12 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هره ډله، ګوند، حزب، خوځښت او جريان چې کله مبارزه ترسره کوي، له پيل وړاندې او د مبارزې په درشل کې خپل اصول، موخه او تګلاره روښانه کوي چې په راتلونکي کې بيا دوی د همدې په اساس استدلال او د خپل خوځښت او جريان لپاره خلک جذبوي.

    په کابل د اوسني حکومت درې کلنې واکمنۍ له پوره کېدو ور هاخوا يې، يو مخالف جريان چې ځانته د هيواد راتلونکی او د ملي مخ تاړی کاروي، د مقاومت په نامه سره، په تېرو دريو کلنو کې یې د خپلې مبارزې، تبلیغاتو او موخو هيڅ ډول وضاحت او مخ معلوم نه شو.

    د مقاومت/بغاوت په نوم دا ډله، چې په هيواد کې د امريکا او غربي نړۍ له ماتې وروسته د واګو ترلاسه کولو خيالي خوبونه ویني، په اوس کې د هيڅ يوې واحدې تګلارې او د بریالیتوب په صورت کې د هيڅ نموني حکومتولۍ پلان او طرحه له ځان سره نه لري.

    په درې کاله کې دغه د هيواد څخه بهر کې مېشتو، په يوازې توګه دا هم و نه شو کولای چې يو ګډ ميکانيزم او چارچوب رامنځته کړي، چې څه ډؤل مبارزه، په هيواد د واکمن نظام سره په کومو شرايطو خبرې او د بریالیتوب په صورت کې افغانستان تر کوم قانون، نظام او ډول د حکومتي چوکاټ څخه رهبري کوي.

    دا هغه څه دي چې دوی خپله په خپل منځ کې په دې برخه کې د ناکامیو اقرار کوي.

    د همدې مقاومت/بغاوت په نوم د شر او فساد د رهبري شوری يو غړي، څو ورځې وړاندې يوې رسنۍ سره د خبرو پر مهال له دې ناکامي پرده پورته کړه.

    د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل وويل، مونږ په تېرو دريو کلنو کې په دوه برخو کې په کامله توګه ناکام يو؛ هغه ويل: درې ورک شیان لرو، يو دا چې تر دې دمه او دريو کلنو کې مونږ په دې برخه کې په وضاحت کې ناکام يو چې «مونږ څه غواړو؟» دا ډېره مهمه ده چې مونږ واضحه کړو چې مونږ څه غواړو، زموږ د ډلې خپل منځ کې کشمکش دا ده چې ځينې له اسلامي إمارت سره خبرې کوي، ځينې جګړه کوي او ځینې لا واضح دريځ نه لري، نو دا زموږ ناکامي ده چې مونږ څه غواړو.

    نبيل زياتوي، دوهمه خبره دا ده چې «مونږ څه ډول افغانستان غواړو؟» د مقاومت د شوری ځینې غړي وايي چې بيا دې امريکايان راشي او مونږ دې واک ته ورسوي، ځينې وايي چې (طالب) اسلامي إمارت ښه ده او ځينې د افغانستان تجزيه او وېش غواړي.

    دا يوازې نبيل نه دی، بلکې د همدې شر او فساد نور غړي په مجازي او انلاين ناستو کې هم لا سره جوړ او يو دريځ نه لري.

    په داسې حال کې چې دوی د ادعا په اساس د هيواد راتلونکي رهبران ځانونه بولي؛ بيا دا پوښتنه کېږي، دوی چې په تېرو دريو کلنو کې په مجازي او انلاين ناستو کې توافق او يو دريځ نه لري او نه هم داسې تګلاره او اصل لري، چې د هغه په اساس اوس دوی خپله مبارزه رهبري او احيانًا واک ته له رسېدلو سره څه ډول افغانستان او څه ډول حکومتولۍ پرې غواړي.

    په نچوړ او کلي توګه اخذ کېږي او داسې پایله ترلاسه کېږي، چې د نورو د موخو او افغان وژنې لپاره جنګېدونکي خلک همداسې بې موخې او سر درګمه وي او هيڅ ډول توافق او خپلمنځي يووالي ته به ونه رسېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو د ياد هېواد د امنيتي ادارو کارکوونکو ته اخطار ورکړی چې حکومتي دندې پرېږدي
    راتلونکي مقاله بلوچستان کې د ۷ افغان وژل شويو کارګرو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    2 اگست 2026

    د افغانستان د راتلونکي په اړه د امرالله صالح لیدلوري

    1 اگست 2026

    پاکستان او د هغه نيابتي ډلې؛ اور به یې د پاکستان لمن ونيسي؟

    31 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 3 اگست 2026

    لیکوال او شنونکی احمد شاه محبي، خيالي جبهو ته: له لندن، تاجکستان او واشنګټن څخه د نورو خلکو زامن مرګ ته مه لېږئ

    ليکوال او شنونکي، احمد شاه‌ محبي په خپلو تازه څرګندونو کې د مقاومت، ازادۍ متحدې…

    د جمهوریت د ملي امنیت شورا مشاور، وحيد جرأت: جبهې په عمل مخکې وړل کېږي، نه داسې چې د کور له کونج او مايکروفون تر شا د جبهې لرلو دعوې وکړې

    3 اگست 2026

    د جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال، هارون رحمن شیرزاد: مبارزه یواځې په شعارونو، ویډیوګانو او احساساتي اعلامیو نه پیلېږي، بلکې ولسي ملاتړ او مشروعيت غواړي، چې مخالفې جبهې یې نه لري

    2 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    لیکوال او شنونکی احمد شاه محبي، خيالي جبهو ته: له لندن، تاجکستان او واشنګټن څخه د نورو خلکو زامن مرګ ته مه لېږئ

    3 اگست 2026

    د جمهوریت د ملي امنیت شورا مشاور، وحيد جرأت: جبهې په عمل مخکې وړل کېږي، نه داسې چې د کور له کونج او مايکروفون تر شا د جبهې لرلو دعوې وکړې

    3 اگست 2026

    د جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال، هارون رحمن شیرزاد: مبارزه یواځې په شعارونو، ویډیوګانو او احساساتي اعلامیو نه پیلېږي، بلکې ولسي ملاتړ او مشروعيت غواړي، چې مخالفې جبهې یې نه لري

    2 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،118 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،235 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.