Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کابينې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوی کېږي
    افغانستان

    د کابينې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوی کېږي

    صابر افغانصابر افغان15 اکتوبر 2024څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ارګ په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې اتمه غونډه هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو په مخنيوي، او د رکشو د راواردولو او ښارونو کې د ګرځېدو د طرحې اړوند بحث شوی.

    خبرپاڼه زياتوي چې د کابينې غونډه کې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي اړوند دې د اقتصادي معاونیت د طرحې په پام کې نيولو سره هر اړخیزه څېړنه وکړي او وروستی راپور دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

    د خبرپاڼې پر بنسټ همدا راز د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارل شوې چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه کړي او پایله دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

    د بې کيفيته تېلو د مخنيوي په اړه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې هېواد کې د بې کيفيته تېلو شتون موټر چلوونکي اندېښمن کړي وو، او د ډېر شمېر موټرو د خرابوالي لامل کېده.

    مخکینۍ مقالهاروپايي ټولنې پر ايران نوي بنديزونه لګولي
    راتلونکي مقاله د هېواد وچکالۍ ځپلو سيمو ته د څښاک اوبو پر رسولو خبرې شوې دي

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ…

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.