Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بهرنۍ رسنۍ ولې د خیالي جبهو افواهاتو ته انعکاس ورکوي؟
    لیکني

    بهرنۍ رسنۍ ولې د خیالي جبهو افواهاتو ته انعکاس ورکوي؟

    صابر افغانصابر افغان16 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت له پرځېدلو وروسته پخوانیو غلو او ټوپکسالارانو چې عام ولس یې له ظلمونو تر پوزې پورې راغلی و، یو ځل بیا یې د جنګ او د وطن د ورانولو لار غوره کړه.

    بهرنۍ رسنۍ تر ډېره د شر او فساد هغه تخریبي کړنو ته هوا ورکوي چې د وطن او ملت په خیر نه وي، د اسلامي او شرعي نظام پر وړاندې مشروع کړنې، عوامو ته نامشروع کوي، د شر او فساد د ډلو نامشروع کړنې مشروع کوي، ترڅو د عوامو ذهنیت ور واړوي.

    دشر او فساد ډلو د خپلو تبلیغاتو لپاره د خپلو بادارانو په مالي امکاناتو د افغانستان انټرنیشل، زاویه نیوز، امو او ځينې نورې تخریبي رسنۍ پرانستې چې اوس مهال له هیواد بهر فعالیت/نشرات کوي.

    هغه کوم ورانکاره فعالیتونه چې د دوی له خوا ترسره کېږي، د هغوی پړه هم په اسلامي امارت اچوي، ځانونه د همدې رسنیو له لارې سپین چرګان معرفي کوي، غواړي چې ددې کړنو یا فعالیتونو په ترسره کولو سره په خلکو کې محبوبیت ترلاسه کړي؛ خو دوی په دې نه دي پوه چې افغان ولسونو ته یې دا چل او فریب هم افشا شوی، ځکه چې د شر او فساد یا د خیالي جبهو د غړو له اصلي څهرو پرده پورته شوې او په ښه رسمیت سره پېژندل شوي دي.

    بغاوتګر/د شر او فساد ډلې په تاریخ کې دې هیواد ته وفاداره نه دي پاتې شوي، یوازې او یوازې یې وفاداري خپلو بادارانو ته ښودلې، د هغوی په اشارو او هدایت سره یې د وطن په ورانولو لاس پورې کړی، په مقابل کې یې په شنو ډالرو عیش او نوش کړی، اوس هم دوی په همغه پخواني فکر روان دي خوبونه ګوري.

    بهرنۍ رسنۍ چې د خیالي جبهو افواهاتو ته انعکاس ورکوي، موخه یې ترې د ویرې او وحشت خورول دي چې د اسلامي امارت پر وړاندې خنډونه پیدا کړي، هیلې ووژني، په شرعي نظام بې باوري رامنځته کړي، د خلکو تېرایستل، د جبهو په نفعه ضد او نقیض تبلیغات کول، ترڅو اذهان مغشوش کړي.

    رسنۍ چې اوس مهال د نړۍ له حالاتو د وګړو د خبراوي په موخه چټک رسنیز فعالیتونه کوي او د خلکو د ذهني تنویر لپاره هر اړخیزې خپرونې چمتو کوي او خلک د نړۍ له حالاتو خبروي، نو په کار ده چې رسنۍ داسې څه خپاره کړي چې د خلکو په ژوند مثبت تاثیرات ولري او عوام ښې لارې ته سوق کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٥)
    راتلونکي مقاله امریکا اسرئیلو ته د پوځي مرستو د بندېدو ګواښ کړی

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان لاسوهنه؛ د افغان مخالفینو ملاتړ او د سیمې لپاره یې ستراتیژیک زیانونه

    23 اگست 2025

    د پاکستان تبلیغاتي څرګندونې او د امنیت شورا بې‌دلیله اندېښنې

    22 اگست 2025

    د پاکستان تبلیغاتي څرګندونې او د امنیت شورا بې‌دلیله اندېښنې

    22 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 23 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۲۹ ھ ق. ۲_پاکستان کې د پرځول شوي جمهوريت سفیر نجيب…

    د سوریې مرکزي بانک نوي بانک‌نوټونه چاپوي

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 اگست 2025

    د سوریې مرکزي بانک نوي بانک‌نوټونه چاپوي

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،007 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،950 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،973 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.