Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»یحیی السنوار، د اکتوبر ځلانده ستوری!
    لیکني

    یحیی السنوار، د اکتوبر ځلانده ستوری!

    صابر افغانصابر افغان19 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    یحیی السنوار د صهیونیزم د ورځو او شپو وېروونکی خوب و، هغه زړور سړی چې په یوازې ځان یې ټول اشغالګر رژیم او د هغوی تشکیلات ننګولي وو.

    هغه کولای شو چې د خپل بندي‌توب پر مهال له صهیونیستانو سره همکاري وکړي او هغوی پرې د دنیا د خیر دروازې ور پرانېزي، لکه څنګه چې هغه کولای شول خپل شل کاله عمر چې په زندان کې یې تېر کړي وو، په واکمنۍ سره جبران کړي او د خپل ټول عمر لپاره د قدرت او واکمنۍ خوند واخلي، خو هغه د دنیا ټولې هیلې تر پښو لاندې کړې او هغه لاره یې غوره کړه چې یوازې اتلان یې تعقیبوي، یوه داسې لاره چې پای یې پرته له سعادت بل څه نه وي.

    له (طوفان‌الاقصی) اوریزې معرکې او د صهونیستي رژیم د دروغجن ځواک او حیثیت د ماتېدو څخه د یو کال زیات وخت تېر شو، او په پای کې بالاخره یحیی السنوار شهید شو.

    هو! سنوار شهید شو، خو داسې نه لکه څنګه چې دنیا یې د وژل کېدو تمه درلوده، بلکې د هغه شهادت هم پر صهیونیستي رژیم یو دروند ګوزار و او یو ځل بیا یې د هغوی د قدرت پوچي نړۍ ته ښکاره کړه.

    په تېر یو کال کې اشغالګر رژیم وخت په وخت ادعا کوله چې سنوار تر ځمکې لاندې تونلونو کې دی، کله به یې ملکي خلک په نښه کول او ادعا به یې کوله چې سنوار یې په منځ کې پټ دی، کله به یې ویل چې ځان یې د اسیرانو په کړۍ کې خوندي کړی، او کله کله به یې ویل چې د هغه ځای یې موندلی خو د اسیرانو له امله یې نه په نښه کوي.

    خو سنوار په دغو ځایونو کې نه، بلکې د اشغالګر رژیم د عسکرو څو قدمۍ کې، د جګړې په لومړۍ کرښه کې و او تر وروستۍ شېبې پورې زړور وجنګېد.

    هو! سره له دې چې سنوار د صهونیستي ځواکونو له خوا د ټانک په ډزو کې سخت ټپي شوی و، له مبارزې یې لاس وانخیست، او ځکه چې د اشغالګر رژیم ډارن پیاده ځواک د دې زړور سړي سره د مخامخ کېدو توان نه درلود، په پای کې مجبوره شول چې بیاځلې د ټانک په واسطه ډزې وکړي او په دې ډول د اسلامي نړۍ دا ویاړلی سردار د خپل رب دیدار ته ورسېد.

    سنوار په تېرو کلونو کې په ډېرو مجلسونو او محفلونو کې ویلي و چې له مرګ وېره لري خو له شهادت نه، هغه نه غوښتل چې په خپله بستره کې ومري، نه په ترافيکي پېښو کې، نه په دماغي سکتې یا قلبي سکتې سره، بلکې هغه شهادت د خپل ځان لپاره د صهونیستي رژیم تر ټولو غوره ډالۍ بلله؛ هغه د اسلام د صدر د قوماندانانو په څېر د جهاد او مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ و، تر دې چې الله تعالی یې دعا قبوله کړه او شهادت یې نصیب شو.

    هو! هغه شهید شو په داسې حال کې چې په لاس کې یې وسله وه، د ۲ میلیارده مسلمانانو د مقدساتو د دفاع په لار کې ولاړ و او د خپل پخواني او مکار دښمن پر ضد جنګېده.

    خو هغه څه چې په دې لیکنه کې د یادولو وړ دي دا دي چې دا دین او دا عقیده به د امت د قوماندانانو او سردارانو په شهادت له منځه ولاړه نه شي، بلکې د دې امت د هر قوماندان او زړور سړي وینه به د دې لارې لپاره د رڼا او څراغ په څېر وي.

    سنوار د اکتوبر په ۲۹مه نړۍ ته سترګې خلاصې کړې، د اکتوبر په ۱۸مه له اسارته ازاد شو، بیا د اکتوبر په ۷مه یې د طوفان‌الاقصی معرکه پیل کړه او په پای کې د اکتوبر په ۱۷مه شهادت ورته نصیب شو، او په دې ډول هغه ته د اکتوبر ځلانده ستوری نوم ورکړل شو.

    مخکینۍ مقالهد یحیی ابراهیم السنوار ژوند ته لنډه کتنه
    راتلونکي مقاله اسرائیلو ته د امریکا کمانډویي ځواکونو لېږل شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په څکمنیو ولسوالۍ کې د یو…

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.