Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»نيابتي بغاوت خپله کومه معلومه تګلاره او منهج نه لري، د بل له لوري هڅول کېږي
    لیکني

    نيابتي بغاوت خپله کومه معلومه تګلاره او منهج نه لري، د بل له لوري هڅول کېږي

    صابر افغانصابر افغان24 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تاریخ کې داسې ډېر بغاوتونه شته، چې د نورو هېوادونو، سیاسي ډلو، یا بهرنیو قوتونو له خوا هڅول شوي وي؛ د بهرني ملاتړ لرونکي بغاوتونه معمولاً د نورو هېوادونو له خوا تمویل، روزل، او د وسلو په مرسته ترسره کېږي، او په ځینو مواردو کې دا بغاوتونه یوازې د داخلي نارضایتۍ څخه نه، بلکې د بهرني فشار په نتیجه کې رامنځته کېږي.

    افغانستان هم د یو نیابتي بغاوت شاهد دی، دغه بغاوت د افغانستان د حاکمو نظامونو پر وړاندې هر ځل نیابتاً سر پورته کړی دی، د نوموړي بغاوت سرلاری په یو وار د څو بېلابېلو هېوادونو نایب و، دلته د هر بهرني هېواد د ګټو د خوندي تابه دنده یې د غلامۍ له رسۍ سره پر غاړه درلوده.

    دغه بغاوت کوم ځانګړی خودمختاره هدف او پلان له ځان سره نه لري، بلکې هدف او پلان ورکول کېږي، د بهرنۍ نقشې له مخې حرکت کوي، دوی په خپله مخينه کې د یو بهرني اشغالګر قوت سره په بشپړه ملېشه هم بدل شوي دي.

    یو بهرنی هېواد یا ځواک ممکن د بغاوت له لارې، د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، ترڅو خپلې بېلابېلې ګټې خوندي یا پراخه کړي؛ دوی هڅه کوي خپل نفوذ زیات کړي او د بغاوت له لارې د رقيب هېواد د پرمختګ په مخ کې خنډ واقع شي او د بغاوتونو ملاتړ کوي ترڅو د خپل سیاسي یا مذهبي نظر ترویج وکړي.

    کله ناکله هېوادونه د بغاوتونو ملاتړ کوي، چې په پایله کې د دوی اقتصادي یا ستراتیژیکې ګټې خوندي شي، هغه هېوادونه چې په تېلو، ګاز، او نورو مهمو طبیعي زېرمو بډای وي، په جیوپولیټیکي لحاظ ډېر ارزښتناک دي.

    دې زېرمو ته لاسرسی نور قدرتونه هڅوي چې په دغو سیمو کې نفوذ وکړي؛ د بېلګې په توګه: که یو هېواد په بل هېواد کې منابع لکه تېل یا نور طبیعي زېرمې ولري، دوی ممکن په هغه هېواد کې د سیاسي بدلون لپاره بغاوت وهڅوي.

    ياده باغي ډله هڅول کېږي، چې د خپل هېواد داخلي چارې ټکنې کړي، بهرنیو هېوادونو او ګاونډيانو ته نیابتاً دا موقع په لاس ورکړي، چې په خړو اوبو کې ماهيان ونیسي.

    په سلګونو انټرنټي سایټونه یې د دې نیابت کوي، چې په کابل کې د موجوده حکومت پر وړاندې د ولس احساسات راوپاروي، داخلي ستونزې ورته ايجاد کړي، قومي تعصباتو ته هوا ورکړي او نړۍ ته د حاکم نظام یو تور تصویر وړاندې کړي.

    مګر دلته یوه باريکه نقطه شتون لري، چې هغه د دغه باغي ډلو نيابتي بغاوت دی، خپله کومه معلومه تګلاره او منهج نه لري، د بل له لوري هڅول کېږي، د بل له خوا نقشه ورکول کېږي، د بل له خوا يې تمویل او روزنه کېږي؛ دې ته خپل حرکت نه شو ویلی، بلکې ټېل وهل کېږي.

    زه هغه هېوادونه ته وایم: چې د افغانستان په داخلي چارو کې دغه ډول لاسوهنه کوي، دوی به په په خپل شوم پلان کې هېڅکله بریالي نه شي، ځکه چې د افغانستان بشپړه جغرافيه تر يوې رهبرۍ لاندې کنټرول مومي، اقتصاد ورځ تر بلې نمو کوي، اقوام یو تربله د ورورۍ په فضا کې خپل عادي ژوند او چارې مخته وړي او داسې نور… دلته هېڅ داسې خاليګاه شتون نه لري، چې دوی پکې ځان ځای کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهشمالي کوريا خپل ٣٠٠٠ پوځيان روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي
    راتلونکي مقاله بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په څکمنیو ولسوالۍ کې د یو…

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.