د اسلامي امارت د مشرتابه د هېواد جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، او د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره يو دوه ماده ييز فرمان صادر کړی.
په فرمان کې راغلي چې وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مكلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لويو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
همدارنګه ويل شوي چې په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي، د هېواد له نافذو تقنيني سندونو سره سم د خصوصي سكتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.
د مشرتابه له لوري په راغلي فرمان کې همدا راز ويل شوي چې وزارتونه او امارتي ادارې مكلفې دي د هېواد د داخلي صنايعو د ودې او ځان بسیاینې په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنيو توليداتو څخه ګټه واخلي.
د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د سوداګرۍ د ملاتړ او پوره پاملرنې دا فرمان په داسې حال راځي چې افغانستان کې د پانګوالو امنيت او ملاتړ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او تمه کېږي چې د دې فرمان له تطبيق وروسته به د هېواد سوداګري او خصوصي سکتور په بشپړ ډول له ستونزو خلاص شي.