Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د يوناما پر تازه نشر شوي بې معنی راپور او بې ځایه نیوکو تبصره!
    تبصرې

    د يوناما پر تازه نشر شوي بې معنی راپور او بې ځایه نیوکو تبصره!

    صابر افغانصابر افغان4 نوومبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:
    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اووه مخیز راپور په خپرولو سره ويلي، چې په دغه هېواد کې تر ډېره بشري حقونه تر پښتو لاندې شوي دي؛ د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې په ‎جولای، اګسټ او سپټمبر میاشتو کې ۱۱۱ کسان د غلا، زنا، لواطت او نورو جرمونو له کبله په درو وهل شوي چې د دوی په وینا، دا له بشري حقونو سرغړونه ده.

    راپور زیاتوي، په دغو دریو میاشتو کې د امر بالمعروف قانون د ښځو پر وړاندې ځینې پخواني محدودیتونه لا پسې سخت کړي او نوي محدودیتونه یې هم پرې ور زیات کړي دي.

    یوناما ویلي، داسې پېښې یې هم ثبت کړي چې ښځې د محرم نه لرلو یا مناسب حجاب نه مراعتولو له امله بازار یا کارځای ته له تلو راګرځول شوې دي.

    تبصره:
    یوناما چې ادعا کوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه ماموریت دی، دا یې د تېرو دریو میاشتو راپور دی؛ د دې پر ځای چې یوناما د دغو کارونو ستاینه وکړي (ځکه د افغانستان د نافذه قوانینو په تطبیق سره په افغاني ټولنه کې جرمونه په چټکۍ سره د کمېدو لور ته روان دي) له بده مرغه دوی دا چاره له بشري حقونو سرغړونه بولي.

    هر هېواد د خپلو دیني، دودیزو او مروجه ارزښتونو پر اساس ځان ته قوانین جوړوي، چې له همدې قوانینو بیا په ټولنې د نظم او امنیت د ټینګښت او د ژوند د چارو د تنظیم په موخه کار اخیستل کېږي؛ دا قوانین په شرقي ټولنو کې یو ډول او په غربي ټولنو کې بل ډول دي، چې هرې ټولنې د خپلو ارزښتونو پر اساس رامنځته کړي دي.

    په امریکا کې یو ډول قوانین پلي کېږي، په چین کې بل ډول او په روسیه کې بل ډول، همدا ډول په ټوله نړۍ کې چې له دوو سوو ډېر هېوادونه دي، هر یو یې خپل قوانین لري او د هماغو په رڼا کې خپل ژوند او چارې پر مخ وړي، خو یوه ورځ نه پرې چا نیوکه وکړه او نه چا دا چاره له بشري حقونو سرغړونه وبلله.

    افغانستان د یوه اسلامي هېواد په توګه چې له ۹۹ سلنه ډېر وګړي یې مسلمانان دي، خلک یې په ټولنه کې د اسلامي قوانینو د تطبیق سرسخته ملاتړي او غوښتونکي دي؛ که څه هم له کلونو راهیسې د نړۍ زبرځواکونو تل هڅه کړې چې پر دوی خپل قوانین او ارزښتونه وتپي، خو افغانانو یې تل مخالفت کړی او پر وړاندې یې درېدلي دي.

    زموږ په ټولنه کې څو لسیزې وړاندې د کمونیستي ارزښتونو او قوانینو د پلي کېدو هڅه وشوه، چې له کبله یې زموږ په ټولنه کې سخت مخالفتونه راپورته شول، ستونزې او ننګونې یې راوټوکولې او زموږ د ټولنې توازن یې ګډوډ کړ، تر دې چې میلیونونو خلکو د خپلو سرونو په قربانۍ سره د هغو قوانینو د تطبیق مخه ونیوله او پر خپلو اسلامي ارزښتونو کلک ودرېدل.

    بیا تېرې دوې لسیزې، امریکا، ناټو، اروپايي اتحاديې او د دوی ملاتړو هڅه وکړه چې د ټانګ، الوتکې، وسلې او توپ پر مټ زموږ پر ټولنه خپل ارزښتونه وتپي، خو د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شول، تر دې چې شل کاله یې مبارزه وکړه او بېرته یې داسې شرایط برابر کړل ترڅو په خپله ټولنه کې خپل اسلامي ارزښتونه تطبیق کړي.

    زموږ دین د نړۍ تر ټولو غوره دین او قوانین یې تر ټولو عالي دي، چې د هر چا او هر ژوندي موجود ژوند او حقونه پکې خوندي دي، خو له بدغه مرغه د یوناما په څېر غربي ادارې او بنسټونه د خپلې هغې عُقدې له مخې چې زموږ له دین او ارزښتونو سره یې لري، تل دغه قوانین نقدوي او پرې نیوکې کوي.

    یوناما او نوري غربي ادارې او بنسټونه دې یو ځل په پرانیستو سترګو د تېرو شلو کلونو د غربي ارزښتونو تطبیق ته متوجه شي چې زموږ ټولنه یې څومره وځپله، د ډيموکراسۍ مدعیانو د څومره بې ګناه خلکو وینې تویې کړې، زموږ په ټولنه کې یې څومره فساد خپور کړ، زموږ څومره ځوانان یې په نشو روږدي کړي، څومره نور یې په نورو بدمرغیو اخته کړل.

    یوناما ته بویه چې خپله اصلي دنده وپېژني، دوی ولې پر امریکا، اروپا او نورو غربي هېوادونو نیوکې نه کوي چې په ټوله نړۍ کې یې د جګړې اور بل کړی او هره ورځ پکې زرګونه ماشومان، ښځې، سپین ږیږي او ځوانانو سوځول کېږي؟ دوی ولې غرب نه نقدوي چې بشریت یې مرګوني حالت ته رسولی؟ دوی ولې غربي ارزښتونه نه نقدوي چې غربي ټولنې یې همدا اوس د تباهۍ په څوکه درولي دي؟ دوی ولې غربي هېوادونه او بنسټونه نه نقدوي چې په ظالمانه توګه یې پر نورو بندیزونه لګولي دي؟

    په افغانستان کې د اسلامي قوانینو تطبیق د ټولو افغانانو غوښتنه ده، اسلام یې دین او شریعت یې قانون دی؛ پر دغه قانون هر ډول نیوکه افغانانو ته سپکاوی او مردود کار دی، یوناما باید دغه ډول حساسیتونو ته سخت متوجه شي؛ همدا قوانین دي چې زموږ ټولنه یې روغه ساتلې او یوازې د دریو کلونو په اوږدو کې یې زموږ ټولنه د مرګ او تباهۍ له هغه مسیره راګرځولې چې تېرې دوې لسیزې غرب پرې روانه کړې وه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپر غزې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې ۳۱ عام فلسطینیان وژل شوي دي
    راتلونکي مقاله د نتنیاهو د دفتر یو ویاند په لوړه کچه د محرمو معلوماتو د افشا کولو په تور نېول شوی

    مربوطه لیکنې

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025

    د الوتنو د څار وېب‌پاڼه: د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې پنځه برابره زیاتې شوي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ د روسیې د ۲۰۲۵…

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،889 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.