د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وايي، د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم کافي نه دی هغه باید اعدام شي.
نوموړي د نتنیاهو دې ادعا ته چې ګواکې اسرائیلو په غزه او لبنان کې مهمې بریاوې ترلاسه کړي په غبرګون کې ویلي دا بریالیتوبونه نه دي بلکي جنایتونه دي چې دوی پرې مرتکب شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې په ۱۹۴۵ زیږدیز کال کې د نازي المان یو شمېر مهم قومندانان د اسرائیلو د نسل وژنې په تور په اعدام محکوم کړي و.