د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د ښې حکومتولۍ په موخه يو لړ تازه ټاکنې او بدلونونه رامنځته شوې دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره د کندهار ولایت د ټولګټو چارو مخکنی رئیس ملا عبدالهادي یعقوب، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین په توګه، د بادغیس ولایت مخکنی والي مولوي عبدالصمد جاوید، د غزني ولایت د والي په توګه، او د غزني مخکنی والي محمد امین جان عمري، د بادغیس د والي په توګه ټاکل شوي.
په ټاکنو کې همدا راز د ۲۰۵ البدر قول اردو د څلورمې پیاده لواء مخکنی قومندان ملا نقیب ﷲ ایوب، د هرات د مرستیال والي په توګه،
د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی رئیس ارکان ملا نصیب ﷲ زبیر، د ۲۱۵ العزم قول اردو درئیس ارکان په توګه او د ۲۱۵ العزم قول اردو مخکنی رئیس ارکان مولوي عبدالعزیز انصاري، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوي دي.
مرکزي وياند همدا راز زياتوي چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکنی رئیس ارکان شیخ نقیب ﷲ عزیزي، د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه، مولوي برهان الدین د ۲۰۵ البدر قول اردو د څلورمې پیاده لواء د قومندان په توګه او دغه راز د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون عمومي ریاست مرستیال ملا عزیزالرحمن، د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست د رئیس په توګه غوره شوي دي.