د شر او فساد ډله افغانستان ته له بهره د جګړو په راوړلو کې یوازې د پردیو نیابتي عسکر نه دي، بلکې هیڅ ارزښت ته په درنښت هم نه دي قایل. دا نوې خبره نه ده چې د شر او فساد ډلې د غړو، عیسی محمدي او عبد الستار حسیني ټیلفوني مکالمې راوځي او له هغوی څخه د نفاق او اختناق بوی راځي.
د شر او فساد ډله ټوله ورځ د ټویټر په سپیسونو او انلاین ناستو کې قومي، سمتي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي او د افغانستان د درنو پرګنو سپکاوی کوي؛ همدا لامل دی چې د احمد مسعود په مشرۍ د شر او فساد بورجل ونړېده. دغه ډله د اقتدار د جنون نشې په سر کې ګرځوي، خو د افغانستان ولس له دغسې قومي، سمتي او ژبني توپیرونو امان غواړي.
د افغانستان مسلمان او متدین ولس یوه خطه او یوه جغرافیه لري؛ دا ولس، وطن د ټولو ګډ دسترخوان او مشترک ارزښت ګڼي. که د احمد شاهي لښکرو په تشکیل کې غیر پښتانه وطنوال نه وای، افغانستان دوه لویې مغولي او صفوي امپراتورۍ نشوای نړولای. ښه مثالونه یې د قزلباش قومونه دي چې د بابا په لښکرو کې یې ډیرې قربانۍ ورکړې، لکه “کشیکچی باشی، دیوانبیگی، شاهپسند خان، میرآخورباشی او محبت خان ضبطبیگی”؛ د کابل مراد خانې د تیمور شاه په وخت کې د قزلباش د قومونو مشر مراد خان ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
قومونه، ژبې او مختلفې درې، ولسوالۍ، تالې او غرونه د دې وطن ښکلاوې دي، خو دغه شریره ډله غواړي دا ښکلاوې و تروړي. یاده شریره ډله یوازې له غیر تاجکو سره عناد او دُښمني نه لري، بلکې د تاجک درانده قوم ته هم سپکاوی کوي، دوی په انلاین ناستو کې د پنجشېر خلک پر نورو افضل ګڼي، بیا د نور ولایتونو خلک دېته اړ باسي چې د پنجشېر خلکو ته سپکاوی وکړي.
افغانان ټول د یوه ملت برخه دي، هغه که له هر ولایت څخه وي، خو د شر او فساد لارویان اوبه خړوي او خپل ماهیان په کې نیسي. د افغانستان د استقلال په لاره کې که افغانان د واحد صف خاوندان نه وای، نو پر درې زبرځواکونو به نه بریالي کېده، مګر د شر او فساد ډله په سیستماتیک ډول د قومونو محوې او د قومي حذف لپاره کار کوي، دا د دوی د عمیقې ستراتېژۍ برخه ده، چې دلته د قومي نفاق، استفراقي سیاست مخ ته یوسي.
د بن په کنفرانس کې افغانستان همدغه شریري ډلې ته وسپارل شو، مګر دوی حتی هماغه مهال هم غیر پنجشیریان د اقتدار له منصبونو لیرې وساتل، چې د احمد شاه مسعود په مشرۍ یې له طالبانو سره جګړې کړې وې.
دوی د مشرقي قومندانان حذف کړل، دلویې پکتیا شریر همکاران یې له ځانه وشړل، نه یې لویې پکتیا پاچا خان ځدراڼ له ځان سره ومانه، نه یې د ننګرهار زمان غمشریک د اقتدار په منصب کې راوست، نه یې د کونړ ملک زرین د امریکا په بې شماره ډالرو کې له ځان سره شریک کړ، نه یې د لوګر او حتی د بدخشان قومندان نږدې پرېښودل.
همدې ډلې له یوې درې څخه سلګونه جنرالان تولید کړل، تخار، پروان، کاپیسا، بغلان، بدخشان، کندوز، هرات او بلخ چې بغاوتګرو یې د احمد شاه مسعود لپاره قرباني ورکړې وه، د سیاست او اقتدار په نشه کې حذف کړل. دوی د پیسو او منصبونو مجنونان دي، د پیسو او منصبونو لپاره یې هویت، ارزښتونه او جغرافیه تل خرڅ کړې دي.
خو نور ولس ته د شر او فساد د لارویانو مخ تور دی. افغانستان به افغانستان وي، نه یې پخوا په خراسان بدلولای شوای او نه یې هم اوس دغه خیالي شعار او تجزیه طلبي په ولس کې ځای لري. هغوی چې د اروپا په بازارونو کې د دې وطن د هویت د سودا نغارې وهي، سهوه شوې دي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.