Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟
    سیاسي لیکني

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    عمران آغاعمران آغا9 جون 2026څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ستره بدمرغي دا ده چې ځینې هغه کسان چې خپله یې د ولس پر اوږو د ناکامو سیاستونو او اشغال بار ایښی وو، نن د تاریخ د قضاوت پر څوکۍ ناست دي. فضل فضلي چې د جمهوري رژیم د وروستیو کلونو يو له تصمیم نیوونکو څېرو او مفسد مثلث (غني، محب او فضلي) څخه وو، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا هڅه کړې چې د افغانستان د څو لسیزو پېچلی تاریخ په څو سیاسي شعارونو او انتخابي روایتونو کې را ونغاړي.

    فضلي داسې انځور وړاندې کوي چې ګواکې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۱ بدلونونه یوازې د پاکستان بریاوې وې او افغانان پکې یوازې د نورو د لوبو مهرې وې. دا ډول څرګندونې نه يوازې د افغانستان د سپېڅلي تاریخ سپکاوی دی، بلکې د هغو ناکامیو د پټولو هڅه هم ده چې مسؤلیت یې خپله د جمهوریت او غربي اشغال پر مهال د دوی واکمنې کړۍ ته ورګرځي. حقیقت دا دی د فضلي په څېر افراد چې نن نورو ته د غلامۍ نومونه اخلي، پخپله د بهرني اشغال پروژوي استازي او د پردیو د ارادو پلي کوونکي وو. په اصل کې د غلامۍ تور له هر چا وړاندې د دوی پر خپل تندي د مهر په څېر وهل شوی دی.

    د فضلي او د هغه د سیاسي ملګرو دريځ په اصل کې د افغان ولس د تاریخي مبارزو د سپکاوي او بدنامولو هڅه ده. دوی نن داسې څرګندونې کوي، چې ګواکې د شوروي یرغل پر ضد جهاد او د امریکا د شل کلن اشغال په مقابل کې سپېڅلې مبارزه د افغانانو خپل انتخاب او قرباني نه، بلکې د نورو هېوادونو پروژې وې. دا هغه منطق دی چې د میلیونونو افغانانو وینې، قربانۍ او د خپلواکۍ لپاره اوږده مبارزه بې ارزښته ګڼي. افغانانو د شوروي اتحاد پر وړاندې هم مقاومت کړی او د امریکا تر مشرۍ لاندې غربي يرغل پر وړاندې هم په نره درېدلي دي؛ خو هغه سیاسي کړۍ چې شل کاله یې د بهرنیو او غربي يرغل تر سیوري لاندې جعلي واک چلولی وو، نن هڅه کوي د افغان ولس تاریخي بریاوې له افغانانو واخلي او د پردیو په حساب کې يې ولیکي.

    فضلي او د هغه په څېر یو شمېر نور پخواني چارواکي د خپلې سیاسي ماتې او ناکامۍ د توجیه لپاره هر هغه تحول چې د دوی له واکمنۍ وروسته رامنځته شوی، د پاکستان او نورې نړۍ په نفوذ معرفي کولو سره خپل د غلامۍ داستان ورک کول غواړي. دغه ډول تحليلونه نه یوازې د افغانستان د معاصر تاریخ تحریف دی، بلکې د همدې تاريخي مبارزو کم ارزښته ښودل دي.

    خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې فضل فضلي او د هغه ملګري ولې د تاریخ د قضاوت پر مهال خپل رول له پامه غورځوي؟ که د دوی په ادعا پاکستان دومره ځواکمن وو چې هم یې د ۱۹۹۲ تحول رهبري کړ او هم یې د ۲۰۲۱ بدلون رامنځته کړ؛ نو بیا د دوی د شل کلنې واکمنۍ، د سلګونه میلیارد ډالرو، پراخو امنیتي او استخباراتي جوړښتونو او زرګونو بهرنیو سلاکارانو پایله څه شوه؟ حقیقت دا دی چې د تېر جمهوريت د پرځېدو تر شا تر هر بهرني عامل وړاندې د همدې واکمنې کړۍ فساد، انحصار، خپلمنځي سیالۍ، د ولس له غوښتنو بې پروايي او د ولسي باور له منځه تلل ولاړ وو.

    د جمهوریت په څېر رژیم چې مشران یې د ولس پر ځای په بهرنیو سفارتونو تکیه وکړي، د ولسي یووالي پر ځای د قدرت انحصار ته لومړیتوب ورکړي او د حساب ورکونې پر ځای په شخصي او ډله‌ ییزو ګټو پسې وګرځي، نو معلومه ده چې د سقوط تخمونه پخپله کري. له همدې امله د افغانستان د معاصر تاریخ د دې سترې بريا د نورو په غاړه کې اچول حقيقت ته تغير نه شي ورکولای، بلکې د هغو کسانو سیاسي وارخطایي لا نوره هم بربنډوي، چې د غرب پر ټانکونو سپاره راغلل، خو په غربي طيارو پسې نښتي له هېواده وتښتېدل؛ کوم چې اوس له هماغه ځايه د افغانانو بريا او مبارزه کم رنګه کول غواړي. دوی هماغه د شل کلن يرغل او شړېدلي رژیم جعلي واکمنان دي چې تر اوسه د خپلو کړنو حساب ورکولو ته حاضر نه دي او تېښته کوي.

    د فضلي او د هغه د سیاسي همفکرانو د څرګندونو تر شا بل مهم اړخ هم پروت دی، هغه دا چې د افغانستان اوسنی وضعیت، کوم چې سرتاسري امن دی، خپلواکي او د پرمختګ کارونه په چټکۍ سره روان دي، لویې او وړې پرېکړې ټولې خپله د افغانانو له لوري ترسره کېږي او ولس خوشحاله او سوکاله دی؛ د پخوانۍ مفسدې واکمنې طبقې لپاره د منلو نه دي. هغه کسان چې کلونه یې خپل سیاسي وزن د بهرني يرغل، غربي ملاتړ او نړیوالو اړیکو په سیوري کې سنجاوه، نن له داسې واقعیت سره مخ دي چې پکې د هغوی پخوانی نفوذ، امتیازات او سیاسي مرکزیت له منځه تللی دی. له همدې امله د افغانستان هر مثبت بدلون یا د ثبات هره نښه د دوی په روایت کې یا نادیده نیول کېږي او یا هم د شک او بدبینۍ په سترګه ورته کتل کېږي؛ ځکه د داسې واقعیت منل د دوی د تېرو سیاسي ادعاوو او محاسبو د ناسم ثابتېدو معنی لري.

    همدا ځای دی چې د فضلي د «بلې نا آعلان شوې جګړې» د خبرداري اصلي پوښتنه راپورته کېږي. ولې هغه کسان چې د شلو کلونو جګړو، نا آمنۍ او سیاسي بحرانونو شاهدان وو، نن بیا ځلي د جګړې ژبه کاروي؟ دا ډول څرګندونې تر ډېره د سیاسي فشار د رامنځته کولو، د خپلو پلویانو د راټولولو او د راتلونکي په اړه د وېرې د فضا د جوړولو يوه ناکامه هڅه ده. کله چې یو سیاستوال د استدلال او حساب ورکونې پر ځای د جګړې، بحران او ناورین وړاندوینې ته مخه کوي، نو دا پوښتنه طبیعي ده چې آیا دوی د واقعیتونو تحلیل کوي او که د یوې ځانګړې سیاسي اجنډا لپاره ذهني فضا برابروي؟

    د جګړې د احتمال دوامداره یادونه نه د افغانانو د اوسني امن له منطق سره برابره ده او نه د ملت له اړتیاوو سره؛ بلکې دا هغه ليدلوری دی چې غواړي افغانستان تل د بحران په عینکو کې وویني. دوی غواړي يو ځل بيا د افغانانو د وينې تويولو پروژه واخلي، يو ځلي بيا افغان خاوره وپلوري او وژنو ته لار جوړه کړي. دوی غواړي بيا ځلي افغانستان ته جګړې راوړي چې دوی ته جعلي واک ورکول شي او د افغانانو په سرونو پردي لوبې وکړي، ځکه په یوه ارام او باثباته افغانستان کې د تېرو ناکامو سیاستونو د توجیه کولو لپاره هيڅ ځای نشته او دوی به دغه ارمان دا ځل ګور ته وړي. ولس نوره جګړه نه غواړي، په خپله خاوره کې نور د پرديو استخباراتي جګړې نه غواړي او نه به هم نور د مخالفینو په بې ځايه ادعاوو او غولوونکو سياسي شعارونو وغولېږي.

    د افغانستان د آزادۍ او بقا مبارزې د افغان ولس سپېڅلی ویاړ دی، نه د هغو کسانو د سیاسي سودا موضوع چې نن د پردیو د خوښې روایتونه تکراروي، یا غواړي په ولس کې د وېرې فضا حاکمه کړي. د فضل فضلي وروستۍ ادعاوې د تاریخي قربانیو سپکاوی او د خپلې سیاسي ناکامۍ د پټولو هڅه ده. تاریخ به د شعارونو له مخې نه، بلکې د حقیقت، قربانۍ او ولسي دریځ له مخې پرېکړه کوي چې افغانانو په سپېڅلې عقیده، عزم او نشت امکاناتو په ویاړ سره مبارزې ګټلې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمزار شريف ښار کې هغه شپږ کسان نیول شوي چې جعلي لاسي ساعتونه یې د مشهورو برانډونو په نوم پلورل

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان پوځي پرمختګونه او د مخالفينو پرديپال دريځونه

    9 جون 2026

    د افغان حکومت ضد ډلو د اتحاد په جوړولو کې د پاکستان د هڅو ناکامي

    8 جون 2026

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 9 جون 2026

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ستره بدمرغي دا ده چې ځینې هغه کسان چې…

    مزار شريف ښار کې هغه شپږ کسان نیول شوي چې جعلي لاسي ساعتونه یې د مشهورو برانډونو په نوم پلورل

    9 جون 2026

    ‏د هرات صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان په کار بوخت دي

    9 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    9 جون 2026

    مزار شريف ښار کې هغه شپږ کسان نیول شوي چې جعلي لاسي ساعتونه یې د مشهورو برانډونو په نوم پلورل

    9 جون 2026

    ‏د هرات صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان په کار بوخت دي

    9 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،207 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.