د ایران پارلمان د «حجاب او عفت» په نوم نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې یې په ښځو حجاب اغوستل جبري شول، او هغه ښځې چې بې حجابي وکړي د بند او نغدي جريمې په ډول به درنه سزاء پرې کړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د حجاب او عفت په نوم په نوي قانون کې بې حجابو ښځو ته درنې نغدي جريمې ټاکل شوي، او د بې حجابۍ په صورت کې ښځې مکلفې دي چې په لس ورځو کې دننه يادې جريمې حکومت ته تحويل کړي، که نه د پاسپورټ او د موټر چلونې جواز نه ورکول کېږي.
د حجاب او عفت په نوم ياد قانون چې د ايران ولسمشر ته د لاسليک په موخه لېږل شوی همداراز پکې له دولتي امنيتي ادارو غوښتنه شوې چې د امنيتي کامرو په وسيله بې حجابه ښځې تشخيص او له اړونده ادارو سره یې پېژندګلوي شريکه شي.
په قانون کې همدارنګه د ايران د صنعت او سوداګرۍ وزارت مکلف شوی چې د ښځينه جامو د تولید شرکتونه وڅاري څو د اسلامي حجاب په اصولو برابر کالي تولید کړي.