Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد ډله په افغانستان کې بدیل نشي کېدلای
    لیکني

    شر او فساد ډله په افغانستان کې بدیل نشي کېدلای

    صابر افغانصابر افغان6 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شر او فساد ډله چې په مشري کې یې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر مسؤلین قرار لري، په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د مبارزې په خیالي شعار خلک بغاوت ته هڅوي او د جمهوري ارزښتونو پر بنسټ، د افغانستان د تجزیې لپاره هڅې کوي.

    شر او فساد ډله ځان په افغانستان کې د اوسني حکومت بدیل ګڼي او د ذهنیت جوړونې له پاره په تبلیغاتي جګړه بوخت دي؛ مګر عامه افکار بیا د شر او فساد د شل کلن حاکمیت پر مهال بلې خوا ته سوق شوي او د تاریخ په پاڼو کې یې توري دورې په څرګندو ټکو لیکل شوې دي.

    د شر او فساد ډلې مشران او غړي په افغانستان کې لومړی د سړې جګړې پر مهال له هېواد سره د کړو خیانتونو او بیا د امریکايي متحدینو د نظامي حضور پر مهال په فساد، بې عدالتۍ، مظالمو او ناکام ماموریت کې سمبول ګرځېدلي وو.

    د افغانستان ولسونه له پنځه لسیزو انقلابونو، جګړو او بې ثباتۍ څخه ستړي دي، اوس د امنیت، ثبات، مرکزي نظام او واحد افغانستان پر داعیه ور ټولېږي؛ د شر او فساد ډلې تېرې سابقې ته په کتلو، د دغه ډلې ولسي ملاتړ لا پسې د لاسه ورکړی او د خپل تور تاریخ له کبله یې د بیا اعادې توان نلري.

    له بلې زاویې که تحلیل شي؛ نو دې حقیقت ته ترې رسېږو، چې شر او فساد ډله دوه ځله د بهرني ملاتړ په زور واک ته رسېدلې، له بهرني ملاتړ سره دغه ډله مجبوره کېږې چې په افغانستان کې د هغوی ګټو ته په ژمنتیا حکومتي چارې تنظیم کړي، اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او یا هم مجبور دي چې دا اسلامي خاوره بیا ځل د وسلوالو یرغلګرو په واک کې ورکړي او هغوی یې د خپلو سیمه یيزو ګټو د تأمین لپاره استفاده کړي.

    خو په افغانستان کې د نورو هېوادونو ګټو ته ژمنتیا یا د هغوی نظامي حضور هیڅکله د افغانستان ولس ته د منلو نه دی، له همدې کبله که د شر او فساد لارویان واک ته د یرغلګرو په ملتیا ستانه هم شي، د واک موده به یې لنډه او هڅې به یې د تېر په څېر، په اوبو لاهو شي، ځکه د شر او فساد وجود هیڅ مسلمان وګړي ته د منلو نه دی.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهچینایي چارواکو له چین څخه امریکا ته د ۱۳ قلمه صادراتي توکو پر صادارتو بندیز لګولی
    راتلونکي مقاله ایران کې د حجاب او عفت په نوم نوی قانون تصویب او په ښځو حجاب کول جبري شول

    مربوطه لیکنې

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026

    له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه

    24 جون 2026

    له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟

    22 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 29 جون 2026

    عادل راجا پر افغان خاورې د پوځي رژیم بېګانیو بریدونو ته په غبرګون کې: د عاصم منیر او نتنیاهو ترمنځ توپیر شته!؟

    د پاکستان د پوځ پخواني افسر عادل راجا ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر…

    پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو کې نږدې ۲۰۰ تنه شهیدان او ټپیان شوي

    29 جون 2026

    په غزه کې د شهید شویو فلسطنیانو شمېر له ۷۳ زره تنو اوښتی

    28 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    عادل راجا پر افغان خاورې د پوځي رژیم بېګانیو بریدونو ته په غبرګون کې: د عاصم منیر او نتنیاهو ترمنځ توپیر شته!؟

    29 جون 2026

    پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو کې نږدې ۲۰۰ تنه شهیدان او ټپیان شوي

    29 جون 2026

    په غزه کې د شهید شویو فلسطنیانو شمېر له ۷۳ زره تنو اوښتی

    28 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،110 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،224 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.