Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اختلافاتو پټونې بې پایلې هڅې
    لیکني

    د اختلافاتو پټونې بې پایلې هڅې

    صابر افغانصابر افغان9 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاریخ له ډېرو لوړو او ژورو ډک دی، ډېرې زړه بوږنونکې صحنې او څهرې پکې تر سترګو کېږي او دا بیا تر لمر روښانه ده چې په افغانستان کې د بربادۍ، ناروا، ظلم او بربریت پیل په نږدې لسیزو کې د شر او فساد لارویانو کړی ده.

    د شر او فساد لارویان چې په ټوله کې د افغان وژنې، ظلم، ناروا، لوټلو او وطن پلورنې هدف لپاره کار کوي، د خپلو شخصي ګټو لپاره د یو او بل له وژلو هم نه تم کېږي. د پرځېدلي جمهوریت په اډانه کې راټول د شر او فساد لارویان، چې د ځینو نړیوالو او داخلي کشمکشونو څخه په وېره کې وو، بیا یې هم د کابل ښار د عامو وګړو لپاره سره سکروټه کړی و، په رڼا ورځ به یې لوټل او ژوند یې ترې اخېست.

    د شر او فساد همدې لارویانو د ژغورنې ملي مجمع په نوم د یوې ډلې اعلان وکړ، دا اعلان په داسې مهال کې شوی، چې د پردې تر شا د یو او بل د تضعیف لپاره هره لاره چاره تعقیب او لټوي. له افغانستان څخه د دوی تېښته د دې لامل شوې، چې د خپلو بادارانو په لمن کې هم سیاسي سوداګرۍ ته ادامه ورکړي او انلاین ناستو کې خیالي حرکتونه رامنځته کړي.

    له کابله، تر تېښتې وروسته د نړۍ له یو او بل کونجه د خیالي جبهو د جوړولو اوازې را پورته شوې وې او د دې تر څنګ به یې دا هیله هم بدرګه کول، چې امریکا او غرب دې زمونږ لاس نیوی وکړي، مونږ به افغانستان ژر بیرته تر خپل واک لاندې راولو، خو له دې نغارو سره – سره یې هیڅ راز پرمختګ ونکړ، یواځې یو څو تبلیغاتي پروژې چې د افغانانو د اذهانو مغشوشولو او ځوانانو د بې لارې کولو لپاره یې له بریتانیا، اسټرالیا او ځینو شریرو غربیانو ونېولې، له ډالرو ترلاسه کولو او سپکېدو پرته یې هیڅ کومه سیاسي ګټه ترلاسه نکړل.

    کابو دوه میاشتې وړاندې په بریتانیا کې حکمت کرزي د خیالي جبهو د جوړښت او انسجام په موخه د “ګفتمان ملي” په نوم کنفرانس دائر کړ، د یاد کنفرانس په جوړښت کې له یونس قانوني سره د پیسو پر سر مخالف شو، یونس قانوني د دې کار په عکس العمل کې د خپلې خیالي شورا ټول غړي له یاد کنفرانس څخه منعه کړل، خو له دې سره سره دوستم بیا هم خپل استازی یاد کنفرانس ته ور لېږلی و. د یونس قانوني له لورې چې له وخته هم د دوستم په ښکنځلو پړسېدلی و، دوستم ته د جنجال لپاره بهانه وموندل او د شورا دننه اختلافاتو زور واخیست.

    په همدې وخت کې د شر او فساد مقاومت په نوم خیالي جبهې له مشر احمد مسعود سره خپل همکاران وران شول، ځکه یادې جبهې په افغانستان کې خپل کارمندان خرڅول او د هغوی برخه پیسې یې بسم الله محمدي وهلې، همدا رنګه دوی اقرار وکړ، چې احمد مسعود د عبدالرشید دوستم د وژلو پلان هم لري.

    د شر او فساد مقاومت جبهه هم په خپل اړ او دوړ کې ښکېل وه، چې تر نن ورځې یې پر خپلو همکارانو کنټرول نه دی ترلاسه کړی او هغوی بیا په مسلسله توګه د یادې ډلې د مخکښانو رازونه پلوري. په همدې کشمکش کې د عیسی محمدي په نوم د مقاومت جبهې غړي د ازادۍ په نوم د خیالي جبهې له مرستیال سره د مقاومت له خیالي جبهې څخه د مرورو شویو اشخاصو د یو ځای کولو رازونه رسنیز شول او په خپلو منځو کې یې د بې باورۍ تر څنګ د خیالي جبهې مرۍ هم خپه کړه.

    کله چې د ټولو جوړو شویو خیالي جبهو د زوال وخت را نږدې شو او کابو نورې د ختمېدو پر درشل ودرېدې، نو د شر او فساد لارویانو د یوې بلې ډلې د رامنځته کېدو لپاره توافق وکړ؛ هغه ډله چې تشکیلات یې خیالي دي، نه ستراتیژي لري، نه اهداف او نه هم ثبات.

    دغه جبهه ځکه دوام نشي کولای، چې د تېر په څېر به بیا هم د خپل منځي اختلافاتو له امله وشړېږي او له منځه به لاړه شي. شر او فساد غواړي په بېلابیلو نومونو، د جبهو په جوړولو وښيي چې منځ کې یې اختلافات نشته، خو د دوی هره هڅه بې پایلې ده.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بهر مېشتو سیاسي سوداګرو خیالي جبهې او مجازي مبارزې
    راتلونکي مقاله د سهامي شرکت غړی یونس قانوني د کوم عدالت لپاره مبارزه کوي!؟

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو…

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،902 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.