Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د قیصاري په الفاظو د شر او فساد د مخکښانو واقعي بڼه
    تورې څېرې

    د قیصاري په الفاظو د شر او فساد د مخکښانو واقعي بڼه

    صابر افغانصابر افغان17 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نظام الدین قیصاري چې د عبدالرشید دوستم د جنبش غړی ؤ او د فاریاب ولایت، د قیصار ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه یې هم دنده اجراء کړې ده، د بغاوتګرو تر منځ مطرح څهره وه.

    قیصاري د ارګ او دوستم تر منځ په ناندریو کې شهرت وموند؛ د پرځېدلي جمهوریت پر مهال نوموړي ته یو لړ ستونزې جوړې شوې، چې له امله یې په بلخ ولایت کې کور محاصره او اووه تنه ساتونکي یې د پولیسو له لوري و وژل شول، مګر قیصاري په تېښته بریالی شو.

    نظام الدین قیصاري چې په چریکې جګړو کې هم تجربه لري، د احمد مسعود په مشرۍ له شر او فساد جبهې سره پوره شناخت لري؛ وایي، که احمد مسعود او ضیاء مسعود ته د جمعیت ګوند هومره پراخ امکانات هم برابر شي، بیا هم د طالبانو په وړاندې ناکام دي. نوموړی له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وایي چې امرالله صالح خپله غل دی؛ پر احمد مسعود راټول او شاوخوا خلک ټول غله دي، خلک څنګه پر دغه کسانو باور وکړي!؟

    قیصاري د احمد شاه مسعود او د ده د کورنۍ پر بې‌کفایتۍ او له ولس سره یې ناوړه چلند ته عادي کتنه وکړه؛ خو د هغوی د فساد، اختناق، ظلم او استکبار لوی – لوی داستانونه پراته دي، چې یواځې یې یوې مهمې نقطې ته تم شو، هغه دا چې شر او فساد جبهه د خپلې بدې سابقې له امله ناکامه ده. قیصاري په همدې مرکه کې ویلي، ممکن له دوی ولس خفه وي، که دوی ته لوی امکانات په لاس هم ورشي، د طالبانو په وړاندې هیڅ نشي کولای.

    قیصاري درک کړې، چې شر او فساد جبهه ښه مخینه نه لري؛ د مثال په توګه ځینې موارد وړاندې کوو، لکه د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کرام، چې پر ښځینه فوټبالرانو یې جنسي تېری وکړ، بیا یې پنجشېر کې شر او فساد ډلې ته پناه یووړه، لویه څارنوالي، جرایم سنګین، محاکم او لويي امنیتي ادارې په دې ونه توانیدلې، چې له کرام الدین کرام سره حساب وکړي. شر او فساد د لېوانو ډله، د بدمعاشانو جزیره او د مجرمینو د پناه اخیستلو لپاره جوړ ادرس ؤ.

    همدا ډول حسیب قوای مرکز، چې په کابل کې یو مشهور قطاع الطریق او باجګیر و، د شهرنو له هټیوالو یې باج اخیسته، سوداګر او د هغوی د کورنۍ غړي به یې اختطاف کول او په بدل کې به یې پیسې غوښتې؛ کله چې د حسیب قوای مرکز شکایت تر امنیت شوری ورسېده او د ولس چیغي هم له رسنیو خپرې شوې، بسم الله خان او امرالله صالح؛ حسیب قوای مرکز په الوتکه کې تر پنجشېر خوندي ورساوه.

    د کابل پُل سوخته د جمعیت ګوند او مسعودخېلو لپاره د پوډرو د کاروبار په بهترین مارکیټ باندې بدل شوی و؛ د پُل سوخته کتاب لیکوال نستوه نادري وايي، پُل سوخته ته هغه لنډکروزر او تورو ښیښو والا موټرو پوډر راوړل، چې د مسعودخېلو نازولي کسان به پکې ناست وو او د احمد شاه مسعود انځورونه به یې پر تورو ښیښو سریښ کړي وو، دوی په امنیتي سکتور کې لويي دندې هم لرلې.

    دا د قیصاري د هغو خبرو د تفصیل څو مستندې بېلګې وې، چې د شر او فساد عاملین ښه مخینه نه لري او ولس ته د منلو نه دي، نو ځکه یې څوک پاڼه نه اړوي. ټول حرفوي غله او اختطافګر د مسعودخېلو د دسترخوان خلک وو، ځکه خو یې ټولو واقعیت درک کړی دی او له شر او فساد څخه تښتي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څه باندې شل زره جریبه امارتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.