Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د رحمت الله نبیل په مشري ګوند هم له تازه جوړ شوي ائتلاف جلا شو
    تورې څېرې

    د رحمت الله نبیل په مشري ګوند هم له تازه جوړ شوي ائتلاف جلا شو

    صابر افغانصابر افغان17 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د رحمت الله نبیل په مشرۍ، د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند د افغانستان ژغورنې له ملي مجمع څخه جلا شو؛ دغه ګوند ویلي، چې د دوی ځینې لیدلوري او تګلارې په مهمو برخو کې د افغانستان ژغورنې ائتلاف له چوکاټونو سره بشپړه همغږي نه لري او جلا دي.

    رحمت الله نبیل د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ملي امنیت د رئیس په توګه دنده اجراء کړې ده، د پخوانیو چارواکو په منځ کې له مخکښانو شمېرل کېده، له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته یې په تبعید کې د افغانستان د ازآدۍ په نوم یو ګوند د خپلو همفکرانو د ور یوځای کولو او شخصي ګټو پالنې په موخه جوړ کړ.

    په دې وروستیو کې بیا د افغانستان ژغورنې په نوم یوې مجمع هم په تبعید کې د خپل موجودیت اعلان وکړ او ادعا یې لرل چې د افغانستان ازآدۍ ګوند په شمول یې، ۳۲ ګوندونه او ډلې – ټپلې ورسره یو ځای کړې دي؛ خو د جوړېدو له ورځې د یاد مجمع په منځ کې اختلافات پیل شول او خپل اوج ته ورسېدل.

    د اختلافاتو او ګڼو نیوکو په دوام، دا ځل د رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ازآدۍ ګوند هم مخه ښه ورسره وکړه او جلا شو؛ دغه ګوند په خپله اعلامیه کې، د ژغورنې مجمع سیاسي خپلواکي تر سوال لاندې راوستې او ادعا یې کړې، چې د خپل ګوند، د سیاسي خپلواکۍ د ساتلو په موخه یې دغه پرېکړه کړې ده.

    له ژغورنې مجمع څخه د رحمت الله نبیل جلا کېدل، د دغه ائتلاف د تګلارې، موخو او سیاسي خپلواکۍ نه لرلو په اړه خورا ډېر شکونه راپیدا کړي دي، چې ښايي له امله یې نور ګوندونه هم د جلا والي اعلان وکړي او د ژغورنې مجمع له منځه لاړه شي.

    د افغانستان ازآدۍ ګوند، په ژغونې مجمع کې د ټولو اقشارو او قومونو په پراخه کچه نشتون ته په اشارې سره په خپله اعلامیه کې ویلي، باور لري چې د هېواد راتلونکی یوازې هغه مهال روښانه دی چې ټول اقشار او قومونه په سیاسي خوځښتونو کې په پراخه کچه برخه واخلي.

    دوی ویلي، ګوند باور لري چې د افغانستان د اوسني تاریخي وضعیت اړتیا د داسې نويو ائتلافونو جوړېدل دي چې د ولسواکۍ، عدالت او د وګړو پر مساوي حقونو ولاړ وي. د افغانستان د ازآدۍ ګوند یادي څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په ژغورنې مجمع کې له تېرو شاوخوا دوه اوونیو راهیسې خپل منځي شخړې، شخصیت وژنې او په ائتلاف کې د واک پر سر جنجالونه اوج ته رسېدلي دي.

    د افغانستان ژغورنې مجمع په وړاندې بیرونیو مخالفتونو هم زور اخیستی؛ په دې وروستیو کې د افغانستان د لویدیځي حوزې په نوم یوې سیاسي شوری هم، د دغه حوزې په استازیتوب په ائتلاف کې ټول استازي رد کړي وو او د دغه مجمع غړي یې د لسیزو ناکامو تجربو عاملین ګڼلي وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کميسيون غونډه کې يو لړ مهمې پرېکړې شوي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.