Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شرارت او بغاوت د مجازي حضور کاذب نمایش او وېره خپرول
    تورې څېرې

    د شرارت او بغاوت د مجازي حضور کاذب نمایش او وېره خپرول

    صابر افغانصابر افغان31 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شریرو عناصرو، منفورو او بغاوتګرو کړیو د خپل کاذب او مجازي حضور د فعاله ښودلو په موخه په دې وروستیو کې د بهرنیو استخباراتي کړیو په اشاره او مشوره په عامه ځایونو، پارکونو، د سړک د غاړې ګلدانونو، د روغتونونو مخ ته او همدا راز د ښارونو له ګڼې ګوڼې په استفادې د ملکي کسانو په منځ کې د چاودېدونو توکو د ځای پر ځای کولو او چاودلو نوی تکتیک پیل کړی، تر څو په عام ولس کې وېره خپره کړي، د دوی د عادي ژوند او نفقې پیدا کولو پر وړاندې خنډ جوړ کړي او په دغه شومو کارونو سره خپل کاذب او مجازي حضور وښيي.

    دغه شریر عناصر چې په بهر کې مېشت کې دي، په تېرو نږدې دریو کلونو کې یې د ځینو هېوادونو د استخباراتي او جرمي شبکو او همدا راز د وسلو پلورونکو کمپنیو په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې، په افغانستان کې د جګړې د اور بیا پیل ته په پراخه کچه کمپاین وکړ، خو دوی له یوې خوا نه یوازې دا چې په دې چاره کې سخت ناکام وو، بلکې له شدید داخلي انشعاب سره مخ شول او پر دوی ترسره شوې بهرنۍ ټوله پانګونه یې په اوبو لاهو کړه.

    د دغه شریرو عناصرو د یو ځای کېدو لپاره بهرنیو استخباراتي شبکو په پراخه کچه کار وکړ، تر څو تر یوه چتر لاندې یې راټول کړي، خو د دوی په منځ کې اختلافات، شخصي غوښتنې، د واک نشې، د پیسو او شخصي ګټو علاقې، مالي او اخلاقي فسادونه او بې باوري هغې کچې ته رسېدلې چې خپل پخواني ملګري یې هم د څو ورځو لپاره نه شي راټولېدلای؛ د دوی دا کوږ بار پر نیمه لار وشړېږي.

    اوس اوس دوی د خپل داخلي انشعاب، تېرو دریو کلونو پرله پسې ماتو، اختلافاتو او بې باوریو څخه د خلکو او نړۍ د پام اړولو په موخه په افغانستان کې د ځینو فعالو کړیو په مټ د عامو خلکو په منځ کې د چاودېدونکو توکو اېښودلو او چاودلو ته مخه کړې ده. که څه هم د راپورونو له مخې د دغه ډول شریرو هڅو مخه تر ډېره نیول شوې ده، خو په دې وروستیو کې څو پېښې وشوې چې د ملکي کسانو په ګڼه ګوڼه کې وې. تازه مورد یې همدا اونۍ په کابل کې د شیخ زاید روغتون دروازې ته څېرمه په ګلدان کې چاودنه وه، چې یوازې څلور ملکیان پکې برسېرن ټپیان شول.

    دا شومې او له شرارت هڅې ډکې څو پیغامونه لري؛ لومړی پیغام یې په بهر کې د ناستو شریرو، منفورو او مفسدو کړیو نهايي کمزوري ده، چې دوی تېر کلونه په دې ونه توانېدل چې حتی یو کلی او یوه پوسته ونیسي، هر ځای یې چې د سر راپورته کولو هڅه کړې ده، سر یې وهل شوی، نو ځکه دوی اوس خپل تکتیک بدل کړی او ملکي اهداف په نښه کوي. دوهم پیغام یې دا دی، چې په دا ډول کمزورو، بشریت، انسانیت او اسلامیت ضد کړنو سره غواړي په خلکو کې وېره خپره کړي، تر څو دوی ووېروي چې ورسره ودرېږي او بیا عام خلک د خپلو ګټو او لوبو قرباني کړي. درېیم پیغام دا دی چې دا کړۍ په دغه ډول ناوړه او شومو فعالیتونو سره غواړي خپل داخلي انشعاب، بې باورۍ، ناکامۍ او اختلافات پټ او خپل حضور فعال وښيي. څلورم پیغام دا دی چې دوی سره له اوسه عامو خلکو ته دا تر غوږونو رسوي چې نه یې ژوند ورته مهم دی، نه ملکي اهداف او نه هم د جګړې هېڅ ډول اصولو ته ژمن دي، دوی تنها خپلو ګټو او د بادارانو فرمایشونو ته ژمن دي.

    خو دا ناوړه، کمزوري، ناکام، بدنام او شوم کارونه نه د دوی ناکامۍ پټولی شي، نه عام ولس وېرولی شي، نه له چا پرې کرېډېټ اخیستلی شي او نه هم دوی خپلو موخو ته رسولای شي. د دوی دا وروستۍ ناکراره، له اضطرابه ډکې او لالهانده هڅې به دوی لا ډېر رسوا کړي، په خلکو کې به یې لا ډېر منفور کړي، د دوی او د دوی د بادارانو شومې موخې او پلانونه به لا واضح کړي او بالاخره به یې د تېر په څېر دا شوم پلانونه او موخې د تل لپاره په اوبو لاهو شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د پاکستان جنایتونو ته هرکلی؛ د شر او فساد ډلې پر تندي د ذلت تور داغ

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.