Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لخوا جوړې شوي رسنۍ، د بیان له ازآدۍ سوء استفاده کوي
    لیکني

    د شر او فساد لخوا جوړې شوي رسنۍ، د بیان له ازآدۍ سوء استفاده کوي

    صابر افغانصابر افغان5 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    رسنۍ د پیغام رسونې او د عوامو د خبرونې لپاره له هر څه ښه او ارزانه وسیله ګڼل کېږي، پخوا به د يوې ځانګړې موضوع په تړاو د خلکو د خبرونې لپاره، له نغارو، جارچیانو، ناظرانو، په لوړو غونډیو د اور لګولو او له ځينو وسیلو او الآتو څخه کار اخیستل کېده.

    د وخت په تېرېدو سره نړۍ پرمختګ وکړ او رسنۍ رامنځته شوې، د غږیزو، انځوریزو، چاپي او الیکټرونیکي رسنیو په شمول د ټولنیزو رسنیو رامنځته کېدل د اطلاعاتو، معلوماتو او پیغامونو په رسونه کې خورا مهم رول اداء کړ.

    رسنۍ په دوهمه نړیواله جګړه کې سیاسي شوې، ښکېلو اړخونو به د یوه او بل پر ضد د خپلو پوځي تجهیزاتو او پوځیانو په تړاو د هماغه وخت په رسنیو کې پیغامونه خپرول، تر څو د مقابل لوري روحیه کمزورې کړي او ځان برلاسی وښيي.

    د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو سره سم، بغاوتګرو له هېواده بهر ځينې رسنۍ ایجاد کړې، چې د بیان له ازادۍ سوء استفاده کوي، د اشخاصو او په افغانستان کې د حاکم نظام په ضد افواهات، شایعات، بې بنسټه راپورونه او اطلاعات خپروي، تر څو عامه اذهان مغشوش او ناسم معلومات ترویج کړي.

    دغه رسنیو د بیان له آزادۍ د ناسم تعبیر په اخیستو دا فهمولې ده، چې بیان ازآدي یعنې د نورو د شخصیتونو توهین، ملي منافع له خطر سره مخ کول، رواني امنیت ته ګواښ پېښول، ناسم معلومات خپرول او د رسنیو پر واقعي بڼه تور داغ جوړول. بغاوتګر له دغه ناسم فهم څخه په استفاده په ټولنیزو رسنیو کې هر راز بې اساسه معلومات خپروي.

    افغان ولس ته دا څرګنده شوه، چې بغاوتګر په افغانستان کې د حاکم نظام پر وړاندې، ضد او نقیص تبلیغات کوي، دوی یواځې د طالبانو خلاف نه، بلکې د اسلام پر ضد له رسنیو سوء استفاده کوي، چې په دې سره یې د افغان ولس په زړونو کې کرکې او نفرتونه را پارولي دي.

    رسنۍ چې اوس مهال د نړۍ له حالاتو د وګړو د خبراوي په موخه چټک رسنیز فعالیتونه کوي او د خلکو د ذهني تنویر لپاره هر اړخیزې خپرونې وړاندې کوي، نو پکار ده چې رسنۍ داسې څه خپاره کړي، چې د خلکو پر ژوند مثبت تأثیرات ولري نه منفي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهټاکل شوې ټرمپ د ولسمشر کېدو په توګه د لوړې تر مراسمو وړاندې محکمه شي
    راتلونکي مقاله د نړۍ تر ټولو زوړ شخص مړ شو

    مربوطه لیکنې

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    16 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 اپریل 2026

    قزاقستان له افغانستان سره سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړوي

    ‏قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره سوداګري له اوسني حالت…

    د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: د هرمز تنګي پرانیستل یا تړل کېدل او د هغې لپاره اصول په میدان کې ټاکل کېږي، نه په ټولنیزو رسنیو کې

    18 اپریل 2026

    عزيزي ګروپ ويلي افغانستان کې د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید ماشینري د انتقال چمتووالی روان دی

    18 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قزاقستان له افغانستان سره سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړوي

    18 اپریل 2026

    د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: د هرمز تنګي پرانیستل یا تړل کېدل او د هغې لپاره اصول په میدان کې ټاکل کېږي، نه په ټولنیزو رسنیو کې

    18 اپریل 2026

    عزيزي ګروپ ويلي افغانستان کې د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید ماشینري د انتقال چمتووالی روان دی

    18 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.