Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله؛ د پاکستان له غلامۍ د افغانستان تر ویجاړۍ پورې!
    لیکني

    د شر او فساد ډله؛ د پاکستان له غلامۍ د افغانستان تر ویجاړۍ پورې!

    صابر افغانصابر افغان7 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد ډلې د رهبرۍ مخکښ غړي حفیظ منصور په خپله وروستۍ مرکه کې له هغه حقیقت څخه پرده پورته کړه، چې کلونه کلونه د دې ډلې لخوا هڅه کېده تر څو د افغان ملت له سترګو پټ پاتې شي. منصور په ډاګه وویل چې د پاکستان د استخباراتو یا آی‌ ایس‌ آی مشر تاجکستان هېواد ته په خپل وروستي سفر کې، د پاکستان په ګټه د شر او فساد ډلې د فعالیت په اړه خبرې کړې دي. ظاهراً به د شر او فساد ډله د افغانستان د تخریب لپاره له پاکستان سره یو ځای مټې رابډ وهي.

    د شر او فساد ډلې د غړو وروستیو څرګندونو هغه حقیقت څرګند کړ چې ډېرو افغانانو به کلونه پخوا ویل “احمدشاه مسعود او د هغه ننني پلویان د پاکستان مزدوران دي”، خو اوس دا خبره په ښکاره او علني ډول ثابته شوه.

    هغه ډله چې په تېرو وختونو کې یې په ډېر چل او دوکه د پاکستان په وړاندې د مخالفت نغاره وهله، د دوی ځینې غړي لکه امرالله صالح لا هم دا خندوونکې ادعا کوي؛ خو اوس یې ټولې پټې دسیسې د رښتینو افغانانو لپاره تر پخوا ډیرې روښانه او افشاء شوې.

    ځینې سیاسي شنونکي د شر او فساد ډلې دا تګلاره د هغوی د لوري او جهت بدلون بولي، خو زموږ په نظر دا د جهت بدلون نه دی، بلکې هغه پټ حقیقت دی چې د شر او فساد ډلې له جوړېدو راهیسې، تر احمد شاه مسعود او احمد مسعود پورې، دا ډله د پاکستان په لاسونو کې د یوې آلې په توګه کارېدلې او نن یې دغه پټ حقیقت هم بربنډ شو.

    یوه بل ډېر مهم ټکی چې حفیظ منصور په خپله مرکه کې یاد کړی، هغه دا چې طالبان له پاکستان سره دښمني لري. منصور ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بریدونو په وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د طالبانو ننګه او دفاع دا څرګندوي چې طالبان د پاکستان دښمنان دي.

    دا هغه خبره ده چې د شر او فساد ډلې کلونه – کلونه په سرچپه توګه ملت ته بیانوله، خو اوس یې له پاکستان سره د طالبانو دښمني په خپله په ډاګه کړه. د شر او فساد ډلې له لوري دا اعتراف او منل چې طالبان د پاکستان دښمنان دي، د دې اسلامي غورځنګ لپاره به د تاریخ په پاڼو کې د دښمن له خولې د راوتللي یوه زرین او طلایي ټکي په توګه پاتې شي.

    پاکستان چې خپله سوکالي یې همېشه د افغانستان په ورانۍ او بې‌ثباتۍ کې لټولې ده، د هېواد د آبادۍ لپاره د طالبانو بې درېغه هڅو پاکستان او آی ایس آی وارخطا کړي، د هېواد د اوسني امنیت او آبادۍ د چټک بهیر د مخنیوي لپاره د لارو او وسیلو په لټه کې دي. په دې کې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او د بغاوت ډلې نورو مشرانو چې همېشه یې ملې ګټې د شخصي ګټو لپاره قربان کړې دي، د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی.

    د شر او فساد ډلې د دې غلامۍ د افشاء کېدو پایله د افغانانو لپاره مثبته ده. ځکه هغه افغانان چې تر اوسه یې احمد شاه مسعود ته د قهرمان فکر کاوه، اوس په دې وپوهېدل چې نوموړی له یوه غلام پرته بل څه نه و. د اسلامي او ملي احساس په پارېدلو سره به هیڅ افغان نور د پاکستان مزدورانو ته د سر پورته کولو وخت ورنه کړي.

    افغان ملت د دې ډول دسیسو او توطئو په وړاندې په خپل ټول توان سره مبارزه کړې ده، هیڅکله به اجازه ورنکړي چې د افغانستان امنیت د پاکستان د آی‌ ایس آی له لوري د امرالله صالح او احمد مسعود په لاسونو خراب او زیانمن شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه غزه کې د یوه قومندان په ګډون دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي
    راتلونکي مقاله د مشرتابه په حکم د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو

    مربوطه لیکنې

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري

    10 فبروري 2026

    د اقتصادي ځان‌ بساینې مفهوم چا په واقعیت بدل کړ؟

    8 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 16 فبروري 2026

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    له شک پرته په افغانستان کې هغه دوره چې ګوندونه او حزبونه د واک د…

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،105 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.