د صهيونيستي اسرائیلو دولتي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې له یو کال او درې میاشتو وروسته د اسرائیلو د پوځ ۴۰۱ لوا له غزې تړانګې وتلې ده.
د راپورونو له مخې دغې لوا د غزې د تړانګې په شمال جباليه کې د کمال عدوان روغتون په سیمه کې فعالیت کاوه او څو مياشتې وړاندې د يادې لوا د کنډک قومندان د حماس اسلامي غورځنګ له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی وو.
د صهیونیسني رژين رسنيو د خبر له مخې د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیله تراوسه د دغه هېواد د پوځ ۶۳ مهم قومندانان او ۲۰ مرستيالان وژل شوي دي.