د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل راهیسې په ټول هېواد کې څه باندې ۱۵ میلیونه او ۱۸ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې، ٩ ميليونه او ٦٧ زره پېژندپاڼې نارينه او پنځه ميليونه او ٩٥٢ زره پېژندپاڼې ښځینهوو ترلاسه کړې دي.
د دغو برېښنایي پېژندپاڼو ډېره برخه په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې وېشل شوې ده.