د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا هدایتالله بدري د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمې د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه کړې او د کانونو د چارو بهیر یې له نږدې کتلی.
سرچینه زیاتوي، چې ملا هدایتالله بدري د قراردادي شرکت «اریانا هایلنډ» له مسوولینو سره د تړون له مخې د شویو ژمنو پر عملي کولو او د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې.
نوموړي د سیمې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه هم اورېدلي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی.


