د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان نن د روسیې له ولسمشر، ویلادیمیر پوتین سره د یوه ستراتيژیک تړون د لاسلیک په موخه کتلي، چې پکې د دفاعي برخو نږدې همکارۍ شاملې دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دا په جولای میاشت کې د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پزشکیان له بريا وروسته، کرملین ته د هغه لومړی سفر دی.
د ايران او روسیې تر منځ د ګډو همکاريو ستراتيژيک تړون چې اټکل کېږي په همدې ورځو کې به لاسليک شي، د دواړو هېوادونو د دفاعي، اقتصادي، او سوداګريزو همکاريو يو جامع او مهم تړون ګڼل کېږي.