غزه کې د اوربند تړون له پلي کېدو او خپلو سيمو ته د فلسطيني وګړو له ستنېدو وروسته د صهيونيستي اسرائيلو د نظامي ټانګونو او تجهيزاتو د پراخې ويجاړۍ انځورونه نشر شوي دي.
دا انځورونه داسې مهال نشرېږي چې د جګړې په وخت کې اسرائيلو چاته د انځور اخيستلو اجازه نه ورکوله او خپل تلفات یې تر سانسور لاندې راوستي وه.