Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»پر نړۍوال سټېج د شر او فساد ډلې تدریجي محوه، د دغه ډلې د زوال لامل جوړ شوی
    تورې څېرې

    پر نړۍوال سټېج د شر او فساد ډلې تدریجي محوه، د دغه ډلې د زوال لامل جوړ شوی

    صابر افغانصابر افغان21 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شر او فساد ډلې په افغانستان کې د نا امنۍ، انارشیزم، د فساد د ترویج، قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو تعصباتو د پیل په موخه، په بهر کې د خپل فعالیت له پیل سره سم هڅه وکړه، چې د خپلو نړۍوالو لابیګرانو، استخباراتي او جرمي شبکو په مستقیم ملاتړ او مشورو ځان پر نړۍوال سټېج مطرح کړي، په بهر کې ځان ته لا ډېر مالي او لوژستیکي ملاتړي پیدا کړي. دوی هڅه وکړه چې نړۍ ته د افغانستان په اړه منفي ذهنیت او ناسم تصویر وړاندې کړي، افغانستان نا امنه، د نشه‌يي توکو د کرکیلې مرکز او نورې سیمې او نړۍ ته یې ګواښ وښيي.

    په همدې موخه یې د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ، له بهرنیو رسنیو سره د پراخو مرکو، تبلیغاتو او پروپاګند لړۍ پیل کړه، په نړۍواله کچه یې جګړه خوښو او جګړه غوښتونکو هېوادونو، ادارو، شبکو او د وسلو جوړولو کمپنیو ته شنه څراغونه ورکول، چې د دوی د ملاتړ په صورت کې یې ټولې غوښتنې مني او په افغانستان کې به له یوې خوا د دوی په نیابت او خوښه جګړه کوي او له بلې خوا به یې هلته ګټې خوندي کوي. د همدې منډو او ترړو په ترڅ کې د دې منفورې او رټل شوې ډلې مشرانو له اسرائیل څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه، تر څو پیسې او وسلې ورکړي، چې په افغانستان کې جګړه پرې وکړي او وینې وبهوي.

    دوی ته په پیل کې په مشروط ډول د ځینو مرستو او پیسو د ورکړې غوړې ژمنې ورکول شوې وې، خو دا چې دې ډلې له یوې خوا ونشوای کولای ځان له خپل منځي اختلافاتو، شخصي ګټو، شخصي سلیقو او همدا راز اخلاقي او مالي فسادونو راوباسي؛ له بلې خوا یې په افغانستان کې څوک په خپلو شعارونو او تبلیغاتو قانع نه کړل، تر څو له دوی سره په ورانکاره فعالیتونو کې ونډه واخلي.

    د شر او فساد منفوره ډله د مالي ملاتړو له خوا هم رټل شوې، هم یې نړۍوال سټېج له لاسه ووت او هم یې ځان ته داخلي ملاتړي پیدا نه کړل، اوس د خپلې بقاء غم اخیستي او له خپلو خرابو او فاسدو ټپونو خپلې وینې زبېښي.

    شر او فساد ډله پرله پسې داخلي انشعاب، لاس وهنو، مالي او اخلاقي فسادونو، تنګ نظرۍ، تعصب، شخصي، قومي، سمتي او مذهبي ګټو او سلیقو پاللو د کړنګ پر غاړه درول او هغه شوم ارمانونه یې د سترګو په وړاندې یو په بل پسې خاورې کېږي، چې د افغانستان د بربادۍ، د افغانستانو د قومونو ترمنځ د اختلافاتو او تفرقو د اچولو، ګډوډیو او د جګړې د پیل لپاره یې درلودل.

    له شر او فساد ډلې ورهاخوا نورې بهر مېشتې، د افغانستان بربادۍ ته په تمه خیالي ډلې او ټپلې هم له ورته برخلیک سره مخ دي، دوی اوس په خپلو هغو دامونو او لومو کې ګیر دي، چې یو وخت یې د افغانستان د مظلوم ولس د بندولو لپاره ايښي وو؛ دغه ډلې هم پر نړۍوال سټېج له بحثونو غورځېدلي او نورې نه مطرح کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامريکايي سناتور ګراهام: ټرمپ دې د ايران پر اټومي تاسیساتو بريد وکړي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.