د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، کابل کې د قطر د سفارت شارژدافیر دکتور مُردِف القاشوطي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، دغه راز افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمهییزو مسایلو خبرې شوې دي.