باختر خبري اژانس د هرات ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني له قوله لیکلي، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۴ زره بستریز روغتون کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۲۰ زره روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
د ښاغلي روحاني په وینا، په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې بهیر لا هم دوام لري.