د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بېړنۍ لیدنې غوښتنه کړې.
د روېټرز د راپور له مخې، ټرمپ وایي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ورته په تلیفوني تماس کې ویلي چې دی چمتو دی، له روسیې سره د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.