Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډلې د ارمانونو پر تابوت یو بل میخ ټک‌وهل شو
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډلې د ارمانونو پر تابوت یو بل میخ ټک‌وهل شو

    صابر افغانصابر افغان25 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد ډله د افغانستان له جنایتکاره، لنډغرو او لوېدلو اشخاصو څخه د شخصي ګټو او نا امنۍ لپاره، په تبعید کې د ګاونډیو او نورو بهرنیو جاسوسي شبکو په ملاتړ رامنځ‌ته شوې ده.

    د شر او فساد ډله له پیله په دې هیله او ارمان وه، چې د امریکا له خوا د نیابتي ډلې په توګه انتخاب شي او د ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره د افغانستان په بیا نیولو کې هر اړخیزه مرسته ورسره وکړي.

    د سیمې او نړۍ سیاسي وضعیت او نظامي حالاتو داسې ژور بدلون وکړ، چې د شر او فساد ډلې ډېر ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل. دوی په تبعید کې د امریکا د انتخاباتو په پروسه کې د ټرمپ لپاره زیات کمپاينونه د دې لپاره وکړل، تر څو له دوی سره بیرته د افغانستان په نیولو کې مرسته وکړي او د مظلومو افغانانو په عام وژنه کې یې ګډونوال کړي، ځکه د دوی تمه ټرمپ ته وه.

    کله چې د امریکا انتخابات وشول او ټرمپ پکې بریالی اعلان شو، د سیمې وضعیت د شر او فساد ډلې د توقع په خلاف بدلون وکړ، ټرمپ چې په بېړنیو پرېکړو مشهور دی، د جنوري پر شلمه یې لوړه وکړه؛ په لومړنۍ وینا کې یې داسې پرېکړې وکړې، چې د زیاتو جنایتکارو پر ارمانونو خاورې واوښتې. ټرمپ په خپله لومړنۍ وینا کې څرګنده کړه، چې زیات شمېر غیر قانوني کډوال به له امریکا وباسي او دا پلان به په ډېر جدیت سره عملي کوي، ټولې جګړې به ختموي او امریکا به بیا افغانستان ته ستنه نه‌شي. د ټرمپ په همدې څرګندونو د شر او فساد ډلې د انتخاباتي کمپاینرانو منډې – ترړې په اوبو لاهو شوې.

    د شر او فساد ډلې ټولې هیلې لا هغه وخت له خاورو سره خاورې شوې، چې تر دې مخکې د امریکا ډیرو لوړ پوړو چارواکو له افغانستان څخه وتل یو ښه پرېکړه بللې وه، خپله ماتې یې په افغانستان کې منلې وه؛ په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز هم ویلي و، چې د امریکا په راتلونکي حکومت کې به هیڅکله امریکايي ځواکونه بیا افغانستان ته ستانه نه‌شي. نوموړي همدا راز زیاته کړې وه، چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ښه لور ته روان دی.

    د شر او فساد ډلې مشر په تېر کې څو ځله امریکا ته سفر کړی و او له امریکا څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه، خو اوس یې هغه هیلې له منځه تللي. د شر او فساد ډلې د ارمانونو پر تابوت هغه وخت وروستی میخ ټکوهل شو، چې ټرمپ د ۱۶۶۰ تنه کډوالو د ورتګ پرواز لغوه کړ او په څنګ یې دا ګوت څنډنه هم وکړه، چې ټول غیر قانوني کډوال به وباسي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد کراچۍ له سنټرل زندان څخه؛ افغانه راحله، د هغې ماشوم او خاوند خوشې شول
    راتلونکي مقاله د نړۍ امن غوښتونکي تر ټولو ډېرې وسلې جوړوي؛ امريکا تېر کال د زياتو وسلو صادرولو ريکارډ جوړ کړی

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.